لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور: د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد د ښي اړخه او توندروه ډلو احتجاج


د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد نن په پېښور کې ځینو نامعلومو ډلو او پارلماني غړو "پاکستان زنده اباد رېلي" په نوم مظاهرې کړې او ځینو ویناوالو حتی منظور پښتین ته د مرګ د سزا غوښتنه هم کړې.

که څه هم منظور پښتین او د هغه د تحریک غړي دا تورونه ردوي، چې د ګنې د چا په وینا یې غورځنګ پیل کړی خو په نننۍ مظاهره کې ویناوالو پر هغه او ملګرو یې تور ولګاوه، چې له هندوستان او افغانستان نه ورسره مرسته کېږي.

د احتجاج ویناوالو د پاکستاني پوځ په پلوۍ نعرې وهلې او د پاکستان د سرحدونو او ګټو د خوندي ساتلو په برخه کې یې د هغه د کردار ستاینه کوله. دوی په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې وې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد او د پاکستاني پوځ د ملاتړ نعرې پر لیکل شوې وې.

په پېښور کې نننۍ مظاهرې ته له مردانه ورغلي مشران د جماعت الدعوه ډلې غړي وو. جماعت الدعوه پخوا لا امریکا ترهګره ډله اعلان کړې، چې مشري یې نړیوال ترهګر پېژندل شوی حافظ سعید کوي او امریکې پرون د هغه پر نوي ګوند ملي مسلم لیګ هم بندیز اعلان کړ.

د پېښور په مظاهره کې پر سټېج باندې له تحریک انصاف ګونده تللې د قومي اسمبلۍ غړې عایشه ګلالۍ، له جمعیت علمای اسلام ګونده تازه تحریک انصاف ته تللی د قومي اسمبلۍ غړی فضل شکور او د جمعیت علمای اسلام یو بل مشر د صوبایي اسمبلۍ پخوانی غړی عاطف الرحمن هم له نورو کسانو سره ناست وو.

د قومي اسمبلۍ غړې عایشې ګلالۍ څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې تور پورې کړ، چې منظور پښتین د هند او افغان استخباراتو په لارښوونه په پاکستان کې احتجاجي پاڅون پیل کړی دی، چې په غبرګون کې یې د منظور پښتین په لکونو پلویانو پر ټولنیزو رسنیو د عایشې ګلالۍ دا تورونه رد کړل او هغه یې په کلکه وغندله.

په احتجاج کې د پښتونخوا صوبې د بېلابېلو سیمو خلکو برخه اخیستې وه، خو زیات شمېر پکې د باجوړ، خیبر ایجنسۍ، اورکزۍ او دره ادم خېل سیمو د اوسېدونکو وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي دوی د پاکستان د آیین او قانون په چوکاټ کې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کوي، وایي که څوک هر ډول تورونه ورباندې لګوي دوی به له خپل احتجاجي پاڅونه پر شا نه کړي او تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

منظور پښتین د نهې- سه شنبې په ورځ په ټانک کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې خلک ورباندې د پاکستاني پوځ د مخالفت تور لګوي، وایي تر څو چې پوځ پر پښتنو ظلمونه کوي ضرور به یې مخالفت کوي.

Pakistan zinda rally
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:09 0:00

XS
SM
MD
LG