لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان کرکټ لوبډله به د بنګله دېش سره د يو ورځنو لوبو سيالۍ کوي


د بنګله دېش کرکټ بورډ د دغو سياليو دپاره صلاح شوی چې په ګاونډي هېواد هندکې يې وکړي خو د افغان کرکټ بورډ سره یې لا نېټې نه دي ټاکلي.

راپورونه وايي افغانستان به په هند کې د بنګله دېش سره کېدونکو سياليو کوربه توب کوي او درې يو ورځنۍ سیالۍ به په اتهرکنډ کې جوړ نوي لوبغالي ډهيرانډن کې ترسره شي.

راپورونه وايي د افغانستان او بنګله دېش ترمينځ د جون په مياشت کې سیالۍ ټاکل شوي خو د بنګله دېش لوبډله د خپل اوپنر بېټسمېن تميم اقبال په اړوند اندېښمنه ده.

کيڼ لاسی بېټسمېن تميم اقبال د پاکستان سپرليګ په سياليو کې ژوبل شوی ؤ، تميم اقبال دپېښور زلمي لوبډلې لخوا لوبېدو.

هغه په ايليمينېټر لمړي کې لوبېدلی خو بيا په دوېم او فاينل سيالۍ کې نه ؤ لوبېدلی.

خو اوس د بنګله دېش کرکټ بورډ ويلي تمیم به د افغانستان سره سیاليو دپاره موجود وي.

افغانستان چې په وروستيو کې د ټيسټ لوبې کولو درجه هم ترلاسه کړې ده ، ټاکل شوې د جون په ۱۴م به د هند سره په بنګلور کې خپله لمړۍ ټيسټ سيالي وکړي.

ويل کيږي د بنګله دېش سره د يو ورځنو لوبو سيالۍ هم په دغه مهال وشي.

XS
SM
MD
LG