لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملګرو ملتونو دترهګرو نوملړ کې د۱۳۹ پاکستانيانو نومونه راغلي


دملګرو ملتونو امنیت شورا دترهګرو کسانو اؤ دهغوئ د ډلو په جوړ کړل شوي نوملړ کې د۱۳۹ پاکستاني وګړو نومونه هم اچولي دي.

دملګرو ملتونو په دغه نوملړ کې تر ټولو لمړی دالقاعده دمشر ایمن الظواهری نوم شامل دی اؤ دملګرو ملتونو وینا ده چې هغه اوس هم دپاکستان اؤ افغانستان دپولې ترمینځ چرته پټ دی ،

په دغه نوملړ کې دالقاعده د هاغو غړو نومونه هم شامل دي چې د ایمن الظواهري سره یې ځانونه دخلکو له نظره پناه ساتلي دي.

په دوهم نمبر دغه نوملړ کې د ستر نړیوال ترهګر رامزي محمد بن الشیبه نوم راوړل شوی چې دیمن وګړی دی اؤ دپاکستان کراچۍ ښار کې له نیول کیدو وروسته امریکا ته سپارل شوی ؤ.

تر ۱۲ؤ زیات په دغه نوملړ کې دداسې کسانو نومونه اچول شوی چې هغوئ په بیلابیلو وختونو کې دپاکستان دننه نیول شوي اؤ بیا امریکا ته سپارل شوي دي.

په دغو نیولو شوؤ کسانو کې ځینو سره دپاکستان پاسپورټونه هم وؤ .

دملګرو ملتونو لخوا دترهګرو کسانو اؤ ډلو په دغه نوملړ کې د ناچله ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید نوم هم شته اؤ هغه پکې دترهګریزو فعالیتونو له امله انټر پول ته د یو مطلوب ترهګر په توګه معرفي شوی.

ددې ترڅنګ د لشکر طیبه د میډیا دڅانګې دمشر حاجي محمد یحیی مجاهد، اؤ حافظ سعید دمرستیالانو عبدالسلام اؤ ظفراقبال نومونه هم په دغه فهرست کې شامل دی.

تندروه ډله لشکر طیبه د دغه ډلې په بیلابیلو نومونو لکه منصوریا،پاسبان کشمیر،پاسبان اهلحدیت،جماعت الدعوه اؤ فلاح انسانیت په نومونو شامل کړل شوې ده.

پاکستان کې چې کومې فعاله تندروه ډلې دي دهغوئ نومونه هم په دغه نوملړ کې اچول شوي دي چې په دې ډول دي

الرشید ټرسټ، حرکت المجاهدین، اسلامک موومنټ اف ازبکستان، وفا انساني تنظیم،جیش محمد، رابطه ټرسټ، امه تعمیرنو،افغان سپورټ کمیټي،داسلامي کلتوري ورثې دټولنې بحالول، لشکر جهنګوي، الحرمین فاونډیشن،اسلامک جهاد ګروپ، الاختر ټرسټ انټرنیشنل،حرکت الجهاد اسلامي،تحریک طالبان پاکستان،جماعت الاحرار اؤ خاطبه امام البخاري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG