لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان پارلمان کې د پښتون ژغورنې غږ بدرګه شو


د افغانستان دپارلمان په غونډه کې د لراو بر پښتنو د مدني حرکتونود انصاف اوعدلت غوښتنې له روانو خوځښتونو څخه ملاتړ څرګند شو.

د ولسي جرګې وکیلانو ویلي ،دافغانستان په پلازمینې کابل او ولایتونو په ګډون په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې هغه سوله ییزحرکتونه چې دوام لري دانصاف او عدالت غوښتنې پورته شوی غږ باید خاموشه نه شي اود بې عدالتیو اوروانو ظلمونو د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه او د سیمې هیوادونه لاس نیوی وکړي.

دولسي جرګې غړې ارین یو وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې ویلي د ډیورنډکرښې هغې غاړې د ظلم خلاف را پورته شوی مدني اوسوله ییزحرکت څخه دافغانستان پارلمان ملاتړ وکړ.

نوموړې وویل"لراوبریو افغان دی اوهغه ظلم چې د پښتونخوا له پښتنو سره کیږي ،هغوی د زورزیاتیو په مقابل کې راپوته شوي،غواړي له پنجاب څخه خپل حق ترلاسه کړي مونږ یوله بل سره نه جلا کیږو "

دهغه په وینا "یوملت یو نوځکه مونږ نن مدني حرکت وکړو او دهغوی په ملاتړموسرې خولۍ په سرکړې اودهغوی دحقه غورځنګ څخه چې دظلم په مقابل کې دریدلی دی خپل ملاتړ څرګند کړو اوله کرښې هغې غاړې خپلې خویندې اوورونه به یوازې نه پریږدو اود دوی به حمایت کوو"

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازې ګلالی نور صافی ویلي په کوزه پښتونخوا کې دانصاف اوعدالت لپاره د پیل شوې مبارزې هدف په ټوله سیمه او نړۍ کې دسولې او امن ټینګښت دی.

نوموړې له ډيوه سره په خبرو کې ویلي هغه اعتراضونه چې د حق غوښتنې لپاره شوي باید دمظلومو پښتنودانساني اوبشري حقونولپاره پورته شوی غږ د ملاتړ لپاره ملګروملتونه اود بشري حقونونړیوال سازمانونه خپله خاموشي پای ته ورسوي.

ګلالی نور صافی وویل"دغږ پورته کول د دې لپاره دي چې نړیواله ټولنه په پاکستان فشار راوړي ترڅود ولسونو غوښتنې ومني اوله ظلم اوبې عدالتيوڅخه لاس واخلي ترڅو چې څوک غږپورته نه کړي هغوی ته پاملرنه نه کیږي "

هغه وویل پښتونخوا کې هدفي وژنې روانې دي ،انسانان غیبول کیږي. عاملین یې باید پیدا اود قانون منګلوته وسپارل شي

تیره ورځ دافغانستان مشرانو جرګې هم دولسي جرګې په څیرد ډیورنډ کرښې هغې غاړې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مدني حرکتونوڅخه خپل ملاتړ اعلان کړاو په یوه حرکت تولو سناتورانو سرې خولې په سرکړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG