لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پنجاب پوليسو د چينايي کارکوونکو د لاسه وهل ټکول خوړلي دي


د پنجاب صوبې په خانېوال سيمه کې د موټروی په جوړولو بوخت چينايي انجينېرانو او نورو کارمندانو ځايي پوليس وهلي ټکولي دي.

د ځايي رسنيو ترمخه دغه پېښه د چهارشنبې/ شورو په ورځ هغه وخت رامنځته شوې چې کله د بهاولپور او فېصل اباد ترمنځ موټروی جوړؤنکو چينايي کارکوونکو د خپل کېمپ څخه بهر تلل غوښته او پوليس ورته اجازه نه ورکوله.

په ټولنيزو رسنيو د چينايي وګړو په پوليس د ګوزارونو کولو ويډيو خپره شوې او خلکو پرې بحث تود کړی دی.

مدني فعال او وکيل جبران ناصر په ټويټر ليکلي،

"د پنجاب حکومت د دغو چينايي وګړو پرضد د پوليس افسرانو وهلو او پوليس موبايل باندې د ختلو دپرضد کومه مقدمه درج کوي کنه دوي ته ځانګړې استثنٰی ترلاسه ده. ايا زمونږ پوليس د دوي شخصي ساتونکي دي؟ يا د چين د سفير نه به د دې وضاحت وغوښتی شي؟".

شيرين ياريوسفزي په ټويټر داسې عکس خپور کړی چې پکې چينايي وګړی د پولیس په موبايل دپاسه ولاړ لیدل کيږي، هغه ليکلي،

"چائنا سامراج ...دا خو پېل دی، مخکې مخکې ګورئ چې نور څه کيږي".

پاکستان ته د سي پېک پروژې د کارونو دپاره په لويه شمېره کې چينايي وګړي راغلي دي.

د خانېوال ځايي پوليسو ويلي چينايي انجينيران او نور کارکوونکي د سه شنبې/ نهې په شپه د ساتونکو پوليسو نه يواځې د کېمپ څخه بهر تلل او دوي منع کړي وو.

هغه ويلي د چينايانو په منع کولو دوي بيا د پوليس بجلي بنده کړې او د دوشنبې په ورځ يې په پوليس تشدد کړی او احتجاجا يې کار ودرولی او سړک يې تړلی ؤ.

بل لور ته چينايي وګړو په پوليسو تور لګولی چې دوي يې په ګاډي وهلي خو پوليس دغه تور رد کړی دی.

راپورونه وايي وروستو د خانېوال ضلعې د پوليس مشر رضوان عمرګوندل چينايي وګړي رضا کړي لار يې پرې خلاصه کړې او ځايي درې پوليس افسران يې معطل کړي او د چينايانو پرضد هيڅ قانوني ګام نه دی پورته کړی شوی.

پاکستان کې له دې وړاندې هم چينايي وګړو د پاکستان د امنيتي ادارو سره نښتې شوي دي.

ځايي مطبوعات داسې هم وايي چې پاکستان ته په راغلو چينايي کارکوونکو کې د چين پوځي عسکر او د مارشل ارټ روزل شوي کسان هم شامل دي او دوي په پوليس بريدونه کوي.

XS
SM
MD
LG