لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د دوبۍ پولیس مشر پاکستانيو ته جرمونه کوونکي ويلي، هندي وګړي يې ستايلي


د دوبۍ د پوليسو لوړ پوړي افسر لفټننټ جنرال خلفان تمیم پاکستانيو ته جرمونه کوونکي او د نشه يي توکو قاقاچبر ويلي او د دوي په پرتله هندي وګړي يې منظم بللي او ستايلي دي.

خلفان ويلي پاکستاني وګړو ته خطره ويلې او خپلو وطندارو ته يې مشوره ورکړې چې پاکستانیو ته نوکرۍ نه ورکوي.

نوموړي په ټويټر ويلي، "پاکستاني وګړي د خليجي ټولنې دپاره غټه خطره ده ځکه چې دوي زمونږ هېوادونو ته نشه يي توکي راوړي".

جنرال خلفان په دوبۍ کې د نشه يي توکو په قاچاق کولو کې د درېو پاکستانيو د نيولو وروستو په ټویټر دغه پېغام خپور کړی دی.

پوليس مشر پاکستاني د هندي وګړو سره پرتله کړي او د هندي وګړو ستاينه يې کړې ده چې هغه سم خلک دي.

پاکستاني وګړي نه يواځې متحده عرب اماراتو بلکې نورو خليجي عرب هېوادونو ته هم په لويه شمېره کې خوارو مزدورو پسې ځي.

په عرب هېوادونو کې زياتره پاکستاني عامې د لاسو پښتو خوارۍ مزدورۍ کوي او اکثره دغه ګيله کوي چې دوي ته د خوارۍ پوره حقونه نه ورکړی کيږي او د ځايي خلکو چلند ورسره سم نه وي.

راپورونه وايي د دوبۍ د پولیس افسر له دې وړاندې هم د پاکستانيو پرضد د کرکې بيانونه ورکړي دي، او نه يواځې پاکستان بلکې د قطر او ترکي د ولسمشرانو په اړه هم دغه ډول پېغامونه خپروي.

XS
SM
MD
LG