لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سلمان خان ته د هوسيو د وژنې په جرم کې د پينځه ؤ کالو بند سزا واورول شوه


سلمان خان

د هند ستوری هنرمند سلمان خان ته د هوسيو د وژنې په قضيه کې مجرم وګرځول شو او د پينځه ؤ کالو د بند او لسو زرو روپيو سزا ورته واورول شوه.

د هندي رسنیو ترمخه سلمان خان سره په مقدمه کې شامل نور کسان بري کړی شو.

سلمان خان ته نن د پنجشنبې/ زيارت په ورځ د راجهستان رياست د جودپور يو عدالت د هغه په موجودګۍ کې سزا واوروله او راپورونه وايي هغه په عدالت کې ونيول شو.

په نوموړي خان باندې په ۱۹۹۸م کې په جودپور کې د دوه تورو هوسيو د ښکار مقدمه درج شوې او هغه سره سېف علي خان، سونالي بېندری، تبو او نيلم هم په قضيه کې شريک کړی شوي وو.

خو راپورونه وايي عدالت د خان سره په قضيه کې شامل نور تنان بري کړي دي.

د هند ځينې مطبوعات خبر ورکوي چې د سلمان خان وکيل عدالت ته ويلي ستوري هنرمند ته د درېو کالو نه د کم بند سزا واوري.

په سلمان خان او هغه سره ملګرو باندې د ځنګلي ځناور د ساتنې د محکمې لخوا مقدمه درج کړی شوې وه چې دوي په غېر قانوني توګه ښکار کولو.

خان او هغه سره نور هنرمندان په کال ۱۹۹۸م کې جودپور ته د فلم (هم ساتهـ ساتهـ هيں) د ريکارډ کولو دپاره تللي وو.

XS
SM
MD
LG