لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزی: افغانستان يو شمېر هېوادونو د خپلو هدفونو دپاره کارولی


حامد کرزی
حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي افغانستان د ترهګرۍ او تندروۍ ښکار دی او يو شمېر هېوادونو د خپلو هدفونو ترلاسه کولو دپاره کارولی دی.

کرزي دغه خبره په ماسکو کې د نړيوال امنيت په موضوع راجوړې غونډې ته په وېنا کې کړې ده.

ښاغلی کرزي په خپلو خبرو کې يو شمېر هېوادونه ياد کړي خو نومونه يې نه دي اخستي چې افغانستان کومو ملکونو د خپلو هدفونو دپاره کارولی دی، خو نوموړي له دې وړاندې نه په امريکا او پاکستان دغه ډول نيوکې کوي.

نوموړي په افغانستان کې د تندروه ډلې داعش د موجودګۍ په اړه هم خبرې کړي او ويلي يې دي،

"په افغانستان کې د امريکا د پوځ او استخباراتو په موجودګۍ کې د داعش راښکاره کېدل د پوښتنې وړ خبره ده".

حامد کرزي له دې وړاندې هم څو ځله د ولسمشرۍ د چوکۍ پرېښودو وروستو د روس سفرونه کړي دي.

امریکا په روس تور لګوي چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي خو ماسکو دغه تورونه ردوي او تور ادعا کوي چې امريکا په افغانستان کې داعش سېوا کوي.

کرزي د افغانستان په خاوره د پاکستان د هوايي ځواک د بمبارۍ غندنه هم کړې ده.

نوموړي په ټويټر دغو بريدونو ته د افغانستان په خاوره د پاکستان يرغل ويلي او زیاته کړې يې ده " پاکستان بايد د نړيوالو قوانينو درناوی وکړي او افغانستان پله دې تشدد ته د ودې ورکولو ځاې د دوستۍ لاس وغځوي".

ښاغلي کرزي ويلي غږ کړی چې د افغانستان دننه خپلمنځي خبرې د روانې شخړې يواځينې حل لاره ده او په دې يې ټينګار کړی چې افغانستان دې د جګړې په ځای بايد د همکارۍ ځای وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG