لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کانګریس ته راپور:د۷۰اربو ډالرو په لګښت هم افغان پوځ پخپلو پښو نه دی ودریدلی


دامریکایي چارواکو لخوا کانګریس ته په وړاندې کړل شوي یو راپور کې ویل شوي دي چې د شپاړس کلن اوږد زیار اؤ ۷۰ؤ اربو ډالرو مصرف کولو باوجود امریکا په دې نه ده توانیدلې چې افغان ځواکونه په بشپړ ډول پخپلو پښو ودروي.

دافغانستان دبیا رغونې دچارو دانسپکټر جنرل یا عمومي څارونکي (سیګار) لخو کانګریس ته وړاندې کړل شوي راپور کې ویل شوي چې افغانستان زمکني ځواکونه اوس هم هوايي مرستې ته اړتیا لري اؤ طالبانو ته د ماتې ورکولو دپاره دپاره اړینه ده چې هوايي مرسته دې ورته ترلاسه وي.

راپور کې ویل شوي چې دافغانستان دملي اردو په څرنګوالي اؤ فعالیت د شروع راهسې دامریکایي اؤ‌افغان چارواکو ترمینځ اختلافونه موجود وؤ اؤ افغان چارواکو یو داسې ستر پوځ غوښتو چې دپاکستان مقابله کولی شي.

خو راپور وایي چې امریکايي چارواکي په دې نظر وؤ چې افغانستان کې دسولې اؤ ثبات ټېنګولو دپاره تر ټولو لویې ګواښ پاکستان نه بلکې دمتحاربو ډلو ترمینځ جګړې دي

راپور کې ویل شوي چې کورنیو اؤ بهرنیو ګواښونو څخه دافغانستان د ژغورنې اؤ د ترهګرو دخوندي ځالو دبیا فعالیت مخنیوي دپاره دافغانستان دملي دفاع اؤ امنیتي ځواکونو پخپلو پښو ودرؤل دامریکا دقامي سلامتۍ موخه وه.

د راپور له مخې د کال ۲۰۰۲م نه راپدیخوا دافغانستان دملي امنیت اؤ امنیتي ځواکونو په رزونه اؤ پیاوړتیا اویا اربه ډالر لګول شوي خو دغه ځواکونه لا ددې جوګه شوي نه دي چې دخپل ملت ساتنه یا پالنه وکړي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د یو بل لوړ پوري امریکايي چارواکي میرن استرمیکي له خولې ویلي چې “ددې هیڅکله دا مطلب نه دی چې دښمن پیاوړی دی بلکې افغان دولت ډیر کمزوری دی”

XS
SM
MD
LG