لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرل باجوه: پوځ د نقیب کورنۍ ته د انصاف ورکولو د هڅو ملاتړ کوي.


د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه نن په داسې وخت کې په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقیب مسید له پلار سره لیدلي، چې دوې ورځې وروسته په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا یوه ستره ولسي غونډه کېدونکې ده.

پاکستاني پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پوځ مشر جنرل باجوه د زیارت- پنجشنبې په ورځ د ځینو پرمختیایي منصوبې د پرانیستنې لپاره جنوبي وزیرستان ته تللی وو، چې بیا یې هلته په مکین کې د نقیب پلار ملک محمد خان مسید ته د هغه د وژل شوي زوی پاتا ورکړه:

"د پوځ مشر وویل، پوځ به د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې ده ته [د نقیب د وژنې په مقدمه کې] په انصاف ورکولو کې مرسته کوي".

د پوځ د مطبوعاتو ادارې پر ټویټر د نقیب مسید له پلار سره د لیدو عکسونه هم خپاره کړي، چې پکې د نقیب مسید ماشوم زوی او لور د جنرل باجوه په غېږ کې لیدل کېږي.

جنرل باجوه د نقیب مسید پلار ته د وژل شوي زوی پاتا ورکوي.
جنرل باجوه د نقیب مسید پلار ته د وژل شوي زوی پاتا ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د نقیب مسید د وژنې په ضد یې احتجاجي لاریون پیل کړی وو، د اپرېل په ۸مه په پېښور کې ستره ولسي غونډه کوي او مشران یې غوښتنه کوي چې د نورو څلورو غوښتنو تر څنګ دي یې د نقیب مسید په وژنه د تورن پولیس افسر راو انوار په سزا رسولو غوښتنه هم ومنل شي.

خو نیول شوي پولیس افسر راو انوار د زیارت- پنجشنبې په ورځ د پاکستان ستر عدالت ته د هغې نوې پلټونکې ډلې په ضد درخواست ورکړی چې د نقیب مسید د وژنې د پلټنې لپاره سپریم کورټ اعلان کړې وه.

راو انوار په درخواست کې غوښتنه کړې، چې د پلټونکې ډلې مشر د سیند د پولیسو یو مشر اې ای جي افتاب پټان دي لرې کړل شي او د پاکستان د استخباراتي ادارو افسران دې پکې شامل شي.

په تېره مارچ میاشت کې چې راو انوار د نقیب مسید د وژنې په مقدمه کې په لومړي ځل سپریم کورټ ته حاضر شو، نو د عدالت ستر قاضي ثاقب نثار یې د نیولو امر وکړ. قاضي نثار له هغه څخه د پلټنو لپاره د نوې پینځه کسیزې ډلې د جوړېدو اعلان وکړ، چې د سیند د پولیس مشران اې ای جي افتاب پټان، ذوالفقار لارک، ازاد احمد خان او ولي الله یې پکې شامل کړل.

تورن پولیس افسر راو انوار هماغه وخت له قاضي نثار څخه غوښتنه وکړه، چې په دې نوې پلټونکې ډله کې د پاکستاني استخباراتو کسان هم شامل کړي، خو قاضي یې غوښتنه رد کړه.

XS
SM
MD
LG