لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان:دپوځ په ګاډي بمي برید کې پینځه عسکر ژوبل شوي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې دپوځ په یو ګاډي بمي برید شوی چې پکې لږ تر لږه پینځه پوځیان ژوبل شوي دي.

د سیمې څخه سرچینو د جمعې په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي دغه چاودنه د پوځ په ګاډي میرعلي سیمه کې هاغه مهال شوې کله چې دپوځیانو ګاډی د ګزمې دپاره په سړک روان ؤ.

سرچینې وایي دچاودنې نه وروسته په لویې شمیر کې امنیتي‌ ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د ورانکارو لټون یې پیل کړی دی.

سرچینې وايي چاودنه کې ژوبل پینځه عسکر د درملنې دپاره د بنو پوځي روغتون ته رسول شوي .

تراوسه ددغه چاودنې پړه کومې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې .

له دې وړاندې هم بیلابیلو وختونو کې دشمالي وزیرستان ایجنسۍ دننه په پوځ دغسې د سړک دغاړې بمي بریدونه شوي چې پکې په لسګونو پوځیان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

شمالي وزیرستان دپاکستان هغه قبائیلي سیمه ده چې په تیرو وختونو کې دطالبانو اؤ القاعده مضبوط مرکز یادیدو خو په کال ۲۰۱۴م کې پوځ دغلته د ضرب عضب په نوم د ترهګرو په ضد په پراخه کچه عملیات پیل کړل اؤ اوس دعوه کوي چې دا سیمه یې د ترهګرو له منګولو خلاصه کړې ده

XS
SM
MD
LG