لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: نښتو کې دداعش کمانډر،څلور سرتیري اؤ ۳۰طالبان وژل شوي


دافغانستان ددفاع وزارت وایي افغان ځواکونو دهیواد په بیلاببلو ولایتونو کې دداعش اؤ طالبانو په ځالو بمبارۍ کړي دي چې پکې ۳۰ ترهګر وژل شوي

په عین حال کې سرچېنې وایي چې په جوزجان ولایت کې دداعش هم مهم کمانډر قاري حکمت هم دافغان ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوی دی.

د روان کال په پیل کې دطالبانو لخوا کابل کې د شوؤ درېوؤ غټو بریدونو نه وروسته افغان ځواکونو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دطالبانو اؤ داعش په ضد دعملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ دعوې کوي چې په دغو عملیاتو کې یې ترهګرو ډلو داعش اؤ طالبانو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د شنبې په ورځ دافغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکو په ننګرهار ، غزني، هرات، بادغیس، فاریاب، ارزوګان، بدخشان اؤ هلمند ولایتونو کې د وسله والو په ضد چټک عملیات کړي اؤ ۳۰ ترهګر یې وژلي دي.

ددفاع د وزارت دبیان له مخې په دغو عملیاتو کې د وسله والو یو شمیر ځالې هم له مینځه وړل شوي دي.

همدغه راز د شنبې په ورځ سرچېنو دعوه کړې ده چې دافغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې امنیتي ځواکونو په یو برید کې دداعش سیمه ییز کمانډر قاري حکمت وژلی دی.

سرچینې وایي دغه برید د جوزجان د درزاب اولسوالۍ په مغل خیلو سیمه کې دداعش په وسله والو شوی خو داعش لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

په عین حال کې په زابل کې د طالبانو اؤ افغان ځواکو ترمینځ شوې یوه درنه نښته کې د څلورو افغان پوځیانو د وژل کیدو اطلاعات هم مخې ته راغلي دي.

سرچینې وايي دغه نښته د زابل په راغنداب اولسوالۍ کې کې شوې ده چې پکې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یې نه ده معلومه .

دافغانستان اولسمشر اشرف غني تیره میاشت طالبانو ته دسولې وړاندیز کړی ؤ خو دغه وړاندیز ته طالبانو تر اوسه جواب نه دی ویلی اؤ‌ په افغان ځواکونو یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

افغانستان کې میشت د امریکا اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن له وړاندې څخه خبرداری ورکړی چې سږکال به افغانستان کې دداعش اؤ طالبانو په ضد عملیات نور هم سخت اؤ پراخه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG