لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني: د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ورته ملکي تلفات د منلو نه دي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کندز په هوايي بريد کې د ژوبل کسانو پوښتنې له ورغلی او ويلي يې دي ملکی تلفات ور ته د منلو نه دي او د يادې پېښې پلټنې روانې دي.

افغان ولسمشر د شنبې/ خالي په ماښام کابل کې د داؤدخان روغتون ته ورغلی او د کندز کې په پېښه کې د ژوبلو کسانو پوښتنه يې کړې څوک جې د درمنلې لاندې دي.

نوموړي په دغه مهال وويل، "د پېښې او ملکي تلفاتو د څرنګوالي په اړه د ټاکل شوي پلاوي له خوا هر اړخیزې څيړنې په خورا چټکۍ، جدیت او دقت سره روانې دي".

هغه زیاته کړه، "د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ورته ملکي تلفات د منلو نه دي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر به لا زیات هر اړخیز تدابیر ونیول شي".

د افغانستان په شمال کې پرتې صوبې کندز کې نزدې اوونۍ وړاندې افغان هوايي ځواکونو بريد کړی او په دغه بريد کې د ملکي کسان وژل کېدو ويل شوي وو.

افغان امنیتي چارواکو ویلي ؤ چې د کندز په بریدکې یې د طالبانو مهم مشران او نظامي قوماندانان په هدف کړي چې پکې ۱۵ مهم طالب مشران هم وژل شوي خو د سیمې خلک وايي چې برید د طالبانو په یوې مدرسې شوی چرته چې چې د طالبانو د دستاربندۍ په اړه يوه غونډه روانه وه.

په کندز کې د افغان ځواکونونو د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي ویلي و چې د کندز په برید کې د مولوي بریال، مولوي شاهدالله، مولوي زاهد الله او مولوي ممتاز په ګډون د طالبانو ګڼ نور مشران چې د کوټې د شورا یو مهم غړی هم پکې وو وژل شوي وو.

افغان حکومت د کندز د پښې د پلټنو دپاره کميسون جوړ کړی تر څو د بريد اصل مالوم کړي چې څوک پکې په نخښه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر هم ويلي ؤ چې دوي به د دغه پېښې پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG