لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په شام کې تورنه کيميايي حمله، امريکا په روس نيوکې کړي


امريکې په روس غږ کړی چې په سمدستي ډول د شام د حکومت ملاتړ پرېږدي او د نړيوالې ټولنې سره يو ځای کار وکړي تر څود نورو کيميايي بريدونو مخه ونيول شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وياندې هېدرنوئيرټ ويلي امریکا د اووم اپرېل د تورنو کيميايي بريدونو جاج اخلي په کومو کې چې د شام په دوما سيمه کې روغتون په هدف شوی دی.

ياغيانو تور لګولی چې د شام حکومتي ځواکونو د شنبې/ خالي په ورځ په عامو خلکو زهرجن کيمايي بمونه ویشتي دي، او يوشمېر خلک يې پکې وژلي دي.

د شام چارواکي وايي دا يې په ختيځه سيمه کې د ياغيانو د ولقې لاندې غوط سیمه کې د دوامداره عملیاتو برخه ده.

د شام دولتي رسنيو د ياغيانو دغه ادعا رد کړې ده چې ځواکونو د پلازمينې دمشق سره نزدې په دوما کې دغه عملیات کړي دي.

په شام کې د بشري حقونو او طبي اسانتياؤ ورکوونکي سازمان ويلي په دوما کې تراوسه پورې د شنبې د ورځې بريد کې ۳۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

سازمان ويلي په دوما کې په کلورين بم روغتون په نخښه شوی خو د سازمان مشر رامي عبدالرحمان ويلي هغه پخلی نشي کولی چې کيميکل وسله کارول شوې ده.

XS
SM
MD
LG