لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بدخشان:دافغان ځواکونو په بمبارۍ کې اته طالبان وژل شوي


دافغانستان ددفاع وزارت وایي دافغان ځواکونو لخوا د طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد د عملیاتو لړۍ دوامداره ده اؤ بدخشان کې د تازه عملیاتو په مهال اته طالبان وژل شوي دي.

له دې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې بدخشان کې امریکايي ځواکونو په طالبانو د بی ۵۲ جنګي الوتکو له لارې بمباري کړې وه اؤ هغوئ ته یې درانه زیاتونه اړولي وؤ.

افغان چارواکي دعوه کوي چې په بدخشان کې طالبان اؤ دداعش ترهګر خپل مرکزونه لري اؤ دوئ سره دغلته د مختلفو هیوادونو تندروه ترهګر پټ شوي دي.

د یک شنبې په ورځ دافغانستان دملي دفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي افغان ځواکو تیره ورځ بدخشان کې دطالبانو ځالې بمبار کړي اؤ دهغوئ اته ترهګر یې وژلي دي.

ددفاع د وزارت ویاند محمد رادمنش خبریالانو ته ویلي دغه عملیات د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې شوي چې په نتیجه کې یې د طالبانو د لاس لاندې ګڼې سیمې د هغوئ څخه ازادې کړل شوي دي.

طالبانو تر دې مهاله ددغو عملیاتو په هکله څه نه دي ویلي.

افغان اؤ ائتلافي ځواکونو وروسته له هغې په ګرد هیواد کې دطالبانو په ضد دعملیاتو لړۍ چټک کړې ده چې تیره میاشت افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړو اؤ طالبان په دغه وړاندیز غلي پاتې شول.

افغانستان کې دامریکايي اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن ویلي افغانستان کې طالبانو سره په جګړه کې طالبانو سره له ماتې خوړلو پرته بله هیڅ لاره نشته ،

هغه خبرداری ورکړی دی چې روان کال کې به دطالبانو په ضد زمکنیو اؤ هوایي بریدونو کې نوره چټکیا هم ولیدل شي

XS
SM
MD
LG