لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د پښتنو مياندو، خوېندو او مېرمنو فرياد


د خېبر ايجنسۍ بسرو بي بي

پرون د يکشنبې/ اتوار په ورځ پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اولسي غونډې ته په ګڼ شمېر کې ښځې هم راغلې چا د خپل زوي، چا د مېړه او چا د ورور فریاد راوړی ؤ چې بې درکه کړی شوي دي.

د خېبرايجنسۍ بسرو بي بي چې بورقه يې په سر وه، غونډې ته په وېنا کې د خپل بې درکه کړی شوي خاوند قيصه وکړه چې "خاوند يې سوات سکاؤټ د بلور مل د مزدورۍ د ځای نه اوچت کړی د هغه څه ګناه او قصور مالوم نشو".

هغې وويل " زه د خېبر ايجنسۍ نه راغلې يم او د خېبرايجنسۍ او فاټا ښځه کله د سړو په مخکې نه ده راغلې خو زه د ډېرې مجبورې ورځې راغلې يم"، پينځه بچي مې دې چې دوه پکې د وينې د کېنسر په ناروغۍ اخته دي.

"زما دا بچي چې زما سره ولاړ دي دوي ته د وينې کېنسر دی زه د دوي دپاره کوڅه کوڅه او په جوماتونو او محلتونو کې ګرځم ځينې خلک راته په يو او ځينې راته په بل نظر ګوري زما د مجبورۍ نه خبر نه دي".

بسرو بي بي غږ وکړو "زما خاوند دې راوړاندې کړی شي د هغه کوم جرم دې وښودل شي او دې پرې ثبوت کړی شي سزا دې ورکړي".

هغې وويل "زه د پاکستان پوځ ته سلام کوم خو که زیاتی کوي ظلم نو نفرت ترې کوم،او زه چې وړه وم په کوم ځای کې چې به پوليس او پوځيان وو نو زه به مضبوطه ووم خو اوس چې کوم ځاې کې پوليس او پوځيان وي ځان بې عزته ګڼمه".

هغې د جلسې په ګډون والو غږ وکړو چې "را اوچت شئ وروڼو يو شئ دې ته مه ګورئ چې وزيرستانی دی، دې ته مه ګورئ چې افریدی دی، دې ته مه ګورئ چې څوک دی پښتو ته وګورئ، هغه وروڼه وغواړې"، څوک چې بې درکه دي.

د هغو تپوس وکړئ "څوک په شته خاوندانو کې کونډې، څوک په شته پلارانو کې يتيمان دي، څوک په شته زامنو کې بورې دي، د دغو درېو تنو غږ وغواړئ د حکومت نه يې حق وغواړئ".

"زه نوره په دې خبرو ستړې شوم تاسو ته خواست کوم رااوچت شئ او راپاسئ او زما خبرې داسې وګڼئ لکه خپله خور يې چې چاته کوي".

بسرو بي بي وويل "که په چا کې جرم وي سزا ورکړئ که چا څه کړي وي عدالت ته يې وړاندې کړئ او که څوک بې ګناه وي خوشي يې کړئ".

هغې وويل حکومت دې دغه ظلم نه کوي او چې څوک اوچتوي دا سوچ دې ورسره هم وکړي چې د دې تن په شا د کورنۍ به يې څه حال وي.

د يوې بلې مور ويډيو په سوشل ميډيا خپره شوې چې پکې هغه په چغو نعرو وهي، "وه بچيه نه دي څلی شه نه دی کلی".

د سوات نورالحرم ډيوه سره په خبرو کې ويلي،د خاوند نوم یې سلطان حسېن دی او نهم کال يې دی چې ورک دی په دروغو پرې د کلي خلکو د طالبانو نوم لګولی هغه به خپل ګاډی چلولو.

د سوات د برې بانډې يوه بله مور د خپلو دوه زامنو قيصه کوي چې نهه کاله مخکې یې پوځ دواړه واړه زامن اوچت کړي او هغه بې کوره شوې ده اوس د چرګانو په فارم کې ننوتې شپه تېروي، هغې وويل زامن يې طالبان نه ؤ "طالبان کښېني نا په مخه ځي".

د باجوړ نه راغلې شش بي بي هم د خپلو دوه وروڼو عکسونه په لاس کې نيولي او وې ويل، "په رېډيو مې د دغه جلسې خبر اورېدلی ؤ زما دوه وروڼه اسلام خان او مسلم خان په دوي د طالبانو نوم لګول شوی دی او اوچت کړی شوي دي عاجزه مور يې په کور پاتې شوې ده".

XS
SM
MD
LG