د قبايلي سيمو دپاره جوړ عدالت فاټا ټربيونل کې روانه د ډاکټر شکيل افريدي قضيه بيا وځنډول شوه او د بلې اورېدنې دپاره پکې ۵۰ ورځې ورکړی شوه.
د افريدي وکيل قمر نديم ډیوه سره په خبرو کې وويل، د تير په څېر دې ځل له هم سرکاري وکيل عدالت ته حاضر نشو او اورېدنه وځنډول شوه.
هغه وويل د بلې اورېدنې دپاره د مئي ۲۰۱۸م ، ۳۱م نېټه ورکړی شوه.
د نديم په خبره ياده قضيه کې له دې نه علاوه نور هيڅ پرمختګ نه دی شوی دی.
افريدی د القاېده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن په لټون کې د مرستو په سر او په ظاهره د وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور بندي دی.
ډاکټر شکيل افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبر ايجسنۍ کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې وه.
خو په ډاکټرشکیل افريدي تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي آئي ای) مرسته کړې وه.
خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوی او بندي دی.