شام او روس ويلي د دوشنبې/ ګل په ورځ د اسرائيل دوه الوتکو د لبنان څخه مرکزي شام کې هوايي ډګر په نخښه کړی دی. د اسرائيل پوځ په حماس کې د ټي ۴ په هوايي ډګر د برید په اړوند څه نه دي ويلي.
برتانيه کې د څار او بشري حقونو سازمان ويلي بريد کې د ایرانيانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي دي.
د فرورۍ په مياشت کې اسرائيل په ايراني ځواکونو تور لګولی ؤ چې د دغه ځايه يې اسرائيل پله ډرون الوتکې لېږلې وې، او د اسرائيل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو ويلي ؤ چې څوک راته زيان رسوي تاوان به ورته اړوؤ.
د شام دولتي رسنۍ د ګل په سهار په امريکا تور لګولی چا چې د فرانس سره په ګډه زمه واري رد کړې ده.
د امريکې د دفاع وزارت وياند کرسټوفرشيروډ ويلي دوي په دوامداره توګه د حالاتو څارنه کوي او د سفارتي لارې د کيميايي وسلې کارولو د مخې د نيولو ملاتړ کوي.
شام پرله پسې دغه راپورونه ردوي چې د کال ۲۰۱۱م راهسې روانه شخړه کې يې کيمياوي وسلې کارولې وي، په دغو بریدونو کې تازه مشکوک بريد د شنبې په ورځ پلازمينې دمشق سره نزدې ترسره شوی ؤ.
د يکشنبې په ورځ ناوخته سپينې ماڼۍ ويلي صدر ټرمپ او د فرانس صدر ايموئل مارکون په شام کې د کيميايي وسلې کارولو غندنه کړې او په دې موافقه شوي وو چې د شام د صدر بشرالاسد حکومت بايد پرله پس د بشري حقونو د غړونې ځواب ورکړي.
سپينې ماڼۍ ويلي ؤ چې دواړه به د بريدونو په اړه يو بل سره مالومات شريکوي او ګډ ځواب به ورته وايي.
د کیميايي حملو وروستو د اتوار په ورځ صدر ټرمپ دې ته بې رحمه عمل ويلی او د روس صدر ولاديمير پيوټن، روس او ايران يې د دې زمه وار ګرځولي او ويلي يې ؤ چې دوي د وحشي اسد د حکومت ملاتړ کوي.