لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د داعش کمانډر قاري حکمت له خپل ساتونکي سره وژل شوی


امریکایي او افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش پر خراسان ډله پرله پسې بریدونه پیل کړي او د دې ډلې مهم قومندانان یې وژلي دي.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په جوزجان ولایت کې د داعش خراسان ډلې یو ځایي قومندان قاري حکمت الله له خپل ساتونکي سره یو ځای په هوایي برید کې وژلی دی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرل نیکولسن ویلي د داعش ډلې د وژل شوي قومندان په اړه ویلي:

"افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو او د امریکې ترهګرۍ ضد ځواکونو حکمت الله و واژه او د هغه ځایناستي به هم وژني. داعش خراسان ډله به ختموو".

قاري حکمت الله په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د داعش ډلې مشر او د دې ډلې د جنګالیو مهم ملاتړی وو، چې مخکې هم ورباندې هوایي بریدونه شوي خو ژوندی ترې وتلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت منلې چې د جوزجان په مغل سیمه کې یې د داعش دغه قومندان وژلی دی. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د قاري رحمت الله عکس هم پر خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی دی، چې د ګڼ شمېر نورو داعش وسلوالو په منځ کې ولاړ دی.

د داعش خراسان ډله د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د بهرنۍ مرستې او د منځنۍ اېشیا د هېوادونو د وسلوالو لپاره مهمه سرچینه ګڼل کېږي او د داعش دغه وژل شوی مشر د دغو وسلوالو فعالیتونو د سر سړی وو.

قاري حکمت په خټه ازبک وو چې له بېلابېلو وسلوالو ډلو سره پاته شوی دی. لومړی په شمالي ولایتونو کې د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر وو، چې بیا له وسلوالو طالبانو سره ملګری شو او کله چې د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې فعالیت پیل کړ، نو له هغوی سره یو ځای شو.

داعش ډلې تر اوسه په رسمي توګه د خپل وژل شوي قومندان په اړه څه نه دي ویلي، خو رپوټونه وایي چې د قاري حکمت پر ځای یو بل تن مولوي حبیب الرحمن- چې هغه هم ازبک دی- په جوزجان کې د داعش خراسان ډلې مشر ټاکل شوی دی.

خو سرچینې وایي چې په جوزجان کې د داعش خراسان ډلې وسلوالو د مولوي عبدالرحمن پر ټاکل کېدو اندېښنه څرګنده کړې، ځکه چې وایي هغه وخت په وخت له طالبانو سره اړیکې لرلې دي.

امریکایي او افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش پر خراسان ډله پرله پسې بریدونه پیل کړي او د دې ډلې مهم قومندانان یې وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې مارچ میاشتې په ۱۶مه یې په سرپل ولایت کې د داعش ډلې دوه قومندانان عمېر او ابو سمایه و وژل او په همدې شپه یې په یوه بل برید کې ۱۳ نور وسلوال و وژل. د مارچ په ۲۲مه او ۲۷مه یې هم په جوزجان کې په دوو جلا- جلا عملیاتو کې شپږ داعش وسلوال و وژل.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG