لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا وایي پوهنتونونو ته یې د بهرنیو زده کوونکو په نامه جاسوسان هم ورځي


د امریکې استخباراتي اداره ایف بي آی وایي، د هېواد په بېلابېلو کالجونو او پوهنتونونو کې چې یې کوم بهرنيان زدکړې کوي، په هغوی کې ځینې یې د خپلو هېوادونو جاسوسان دي.

په نیویارک کې د ایف بي آی د دفتر د استخباراتو ضد څانګې مشر چارلي مک ګونیګل وایي، په پوهنتون کې د جاسوسانو موجودګي یوه لویه ستونځه ده:

"په امریکه کې زموږ تعلیمي ادارې ډېرې له بندیزونو ازادې دي او زموږ په لویو پوهنتونونو کې ګڼ شمېر څېړنې او پرمختیایي منصوبې روانې دي، چې د نورو هېوادونو حکومتونه به په دې تمه وي چې څنګه خپل زده کوونکي را ولېږي او د زدکړو په پلمه ورڅخه ګټه واخلي".

د امریکې یو پلټونکی خبریال ډان ګولډن- چې د [جاسوسي سکولونه Spy Schools] په نوم کتاب یې هم لیکلی- وایي، په تعلیمي ادارو کې یواځې د بهرنیو حکومتونو جاسوسان نه دي بلکې زده کوونکي او استادان هم دا کار کوي:

"په امریکایي پوهنتونونو کې ډېر زیات بهرني زده کوونکي دي، چې په دوی کې یې ځینې دلته خپلو هېوادونو ته د علمي رازونو یا سرچینو د ودې په اړه د معلوماتو غونډولو لپاره راغلي دي".

ښاغلی ګولډن په علمي ادارو کې د جاسوسۍ د بېلابېلو مثالونو په ورکولو سره سره وایي، د امریکې پوهنتونونه چې د نظرونو او کلتورونو د تبادلې کومې پراخې موقعې برابروي، دا د دوی استخباراتي چارو ته زیان رسولای شي.

د وي.او.اې خبریاله ټینا ټرین په خپل رپوټ کې لیکي، هغه امریکایي ځوانان هم د بهرنیو حکومتونو له خوا په نخښه کېدای شي چې له امریکې دباندې تعلیم کوي.

رپوټ وایي په ۲۰۱۴م کال کې ایف بي آی استخباراتي ادارې د یوه امریکایي زده کوونکي ګلین شریور پر اصلي ژوند یو فلم جوړ کړ، چې د چین لپاره په جاسوسۍ ګومارل شوی وو. د ایف بي آی د استخباراتو ضد څانګې مشر مک ګونیګل په دې اړه وایي:

"زده کوونکي د هماغو بهرنیو حکومتونو له خوا ګومارل کېږي او بیا ورته ویل کېږي چې لاړ شئ د امریکې په حکومت کې کار ولټوئ او یا په کوم غیرحکومتي حساس ځای کې کار وکړئ، چې مقصد یې ځانګړي معلومات په نخښه کول وي".

رپوټ د څېړونکي ډان ګولډن له خولې وایي، داسې ډېر لږ پېښېږي چې حکومتونو په خپلو پوهنتونونو کې له بهرنیو زده کوونکو د جاسوسۍ کار واخلي او په خپلو هېوادونو کې یې په دنده وګوماري، خو وایي په دې اړه باید په خلکو او پوهنتونونو کې پوهه خپره شي او د دې کار مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG