پاکستان هغه چينايي انجينيران او کارکوؤنکي بیرته چين ته شړلي چا چې تيره اوونۍ په پنجاب کې د جنسي خواهش په سر پولیس وهلي وو.
دغو چينايي انجينيرانو غوښتل چې لاړ شي او په خانېوال ضلع کې جنسي خواهش پوره کړي خو پوليسو دوي ته د يواځې تلو اجازه نه وه ورکړې او بيا دغو چينايانو پوليس وهلي ټکولي وو.
د چينايي انجينيرانو د پوليس سره نښتې ویډيو او عکسونه په سوشل ميډيا خپاره شوي او يو چينايي تن په يو عکس کې ليدل کېدو چې د پوليس په موبايل د پاسه ولاړ ؤ.
دغه پېښه د تير سه شنبې په ورځ د پنجاب په خانېوال ضلع کې رامنځته شوې وه چينايي انجينيرانو د سي پېک پروژې لاندې د فېصل اباد او ملتان ترمنځ موټر وی باندې کار کولو.
د ځايي میډيا ترمخه د خانېوال ضلعې د پوليس مشر رضوان عمرګوندل په دغه پېښه د پنجاب حکومت ته خط ليکلی چې چينايان قانون په لاس کې اخلي او چينايي چارواکو ته يې دغه خبر ورکړی ؤ.
راپورونه وايي نن د سه شنبې/ نهې په ورځ دغه پينځه واړه چينايي انجينيران او کارکوونکي د لاهور څخه په ځانګړې الوتکه کې بيرته چين ته شړل شوي دي.
په دغه پېښه په سوشل ميډيا ډېر بحث شوی او د پنجاب په چارواکو پکې نيوکې هم شوې وې چې د چينايانو پرضد يې قانوني ګامونه نه ؤ پورته کړي.
پاکستان چين يو نزدې دوست هېواد ګڼي او د چين پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) د دغه هېواد د قسمت کنجي ګڼي.
ځايي ميډيا د چينايانو جنسي بازارونو ته تګ، د پوليس وهل ټکول او د بېنکونو لوټولو پېښې زياتې نه ښکاره کوي.