لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بشري حقونو کمېشن: د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو ملاتړ کوو


د بشري حقونو د تنظيم غړي او قانونپوه شېرمحمد خان د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د پښتنو آيني غوښتنې دې ومني کنه نو نتيجې به يې ډېرې بوږنوونکې وي او د پاکستان مخالفين به هم له دې اړي ګړي ګټې واخلي.

په خیبرپښتونخوا کې د بشري حقونو د کمیشن غړی شېرمحمد خان وايي، په پاکستان کې د خپلو حقونو لپاره د اوچت شوي د پښتنو د غورځنګ ملاتړ کوي.

ښاغلي خان له وي او اې ډيوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي: "د پښتون تحفظ مومنټ د مشر منظور پښتين ټولې غوښتنې د پاکستان له آيين او قانون سره سمې دي او پکار ده چې د پاکستان حکومت ورته مثبت ځواب ورکړي".

ښاغلي شېر محمد خان ويلي، آيين د ولس او رياست تر منځ يو تړون وي، که چېرې يو فريق له دې تړونه سرغړونه کوي نو پر بله ډله به يې څنګه د منلو لپاره ټینګار کوي.

د نوموړي اشاره د پاکستان د رياستي ادارو لور ته وه، چې له عدالتي امر پرته خلک په جبري توګه اوچتوي، وژني یې او يا پرې نور زور زياتی کوي.

د بشري حقونو د تنظيم غړي او پخواني وکيل شېرمحمد خان له وي او اې ډيوه سره د مرکې په وخت د پاکستان پر سپريم کوټ هم نيوکې وکړې او ویې ویل: "سپريم کورټ د پيو او اوبو تپوس کوي خو د ولس په ضد له ۲۰۱۱م کال راهیسې د هغه جوړ شوي قانون په هکله خاموشه دی چې پکې له ولس سره زور زياتی کيږي".

بسرو بي بي د خیبرایجنسۍ اوسېدونکې ده، چې خاوند یې په جبري توګه بې درکه شوی دی.
بسرو بي بي د خیبرایجنسۍ اوسېدونکې ده، چې خاوند یې په جبري توګه بې درکه شوی دی.

شېرمحمد خان پر رياستي ادارو هم نیوکې وکړې او ویې ویل: "ترهګري که عام سړی کوي او که رياست، دواړه مجرمان دي او پکار ده چې په ضد يې عدالتي کاروايي وشي".

ایا په پاکستان کې په پوځي جرنېلانو او د استخباراتي ادارو پر مشرانو د عدالت زور رسيږي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل:

"په پاکستان کې دا بدمرغي شته چې د رياست ځینې ادارې داسې دي چې هغه بې واګې دي، د هغوی نه د پوښتنې کولو څوک نه شته او حکمرانان په دې سوچ کې وي چې خپله حکمراني به څنګه اوږده کړي".

په پاکستان کې د رياستي ادارو له خوا له اوږدې مودې په زوره د خلکو په لويه شمېره کې د ورکولو (بې درکه کولو) لړۍ روانه ده. قانونپوه او د بشري حقونو غړی شېرمحمد وايي، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده او پکار ده چې ادارې مشکوک کسان عدالت ته وړاندې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په بنيادي مسلو کې يوه د لادرکه خلکو خوشي کول دي. ښاغلي شېر محمد خان ويلي، رياستي ادارې، عدالتونه او سياسي مشران په دې کار کې پاتې راغلي چې د جبري ورکو خلکو ستونځه حل کړي نو ځکه پښتانه ځوانان راپاڅېدل چې د خپلو خلکو پته ولګوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، په پاکستان کې تر ۳۲۰۰۰ زيات پښتانه رياستي ادارو په زوره ورک کړي چې پکې شاوخوا ۱۴۰۰ ښځې هم شاملې دي.

د پېښور په جلسه کې پښتنې
د پېښور په جلسه کې پښتنې

د غورځنګ مشر منظور پښتين په پېښور کې يوې لویې ولسي جلسې ته د وينا په وخت ويلي وو، تر اوسه ورته د ۶۰۰۰ نه د زياتو ورکو خلکو خپلوانو نومونه ورکړي او په زرګونو نور هم ورسره په دغه نوملړ کې نومونه لیکي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې جمهوري حکومتونه ولې دغسې ولسي ستونځو ته پام نه اړوي، شېرمحمد خان ويلي، حکمرانان د خپلې څوکۍ او د خپلې حکمرانۍ د مودې غزولو غم کوي، هغوی د ولسي ستونځو پر ځای شخصي ګټې په پام کې نيسي.

نوموړي ويلي، په پرمختللو هېوادونو کې چې کله حکمرانان په ولسي ستونځو حل کولو کې ناکامه شي نو د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکوي خو په پاکستان کې حکمرانان دغه توان نه لري.

د مرکې په آخر کې د بشري حقونو د تنظيم غړي او قانونپوه شېرمحمد خان د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د پښتنو آيني غوښتنې دې ومني کنه نو نتيجې به يې ډېرې بوږنوونکې وي او د پاکستان مخالفين به هم له دې اړي ګړي ګټې واخلي.

XS
SM
MD
LG