لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فېسبوک مالک د خلکو د مالوماتو په پټېډو بخښنه غوښتې ده


د فېسبوک مالک مارک زګربرګ

د فېسبوک مالک مارک زګربرګ د سه شنبې/ نهې په ورځ د امريکايي سېنېټرانو په وړاندې حاضر شوی او د سېنېټرانو هغو پوښتنو ته يې ځوابونه ویلي چې څنګه د کروړونو په شمېره کې د خلکو مالومات د فېسبوک څخه پټ شوي دي.

مارک زګربرګ منلې چې دا "زما غلطي وه او زه په دغسې کېدو بخښنه غواړم".

د زګربرګ نه بېلابيلو سېنېټرانو سختې پوښتنې کړي چې که د ټولنيزو رسنيو کمپنۍ د خلکو مالومات نشي سمبالولی نود خلکو شخصي مالومات به پټ پاتې نشي.

دوي دا هم ويلي که فېسبوک يا د انټرنېټ نورې ادارې د خلکو مالومات خوندي نشي ساتلی نو کانګرس به دغه خبره را اوچتوي.

د فېس بک د کاروونکو د مالوماتو په غېر قانونه توګه کارېدو د لانجې (سکېنډل) مخې ته راتلو وروستو مارک زکربرګ په يوه مرکه کې منلې وه چې په دغه اړوند يې د ادارې نه ځينې غلطۍ شوي دي.

د خلکو د مالوماتو ترلاسه کوونکې څيړنيزې ادارې (کېمبرج اېناليټکا) باندې تور دی چې نزدې د پينځه کروړه فېس کاروونکو خلکو مالومات يې د امريکې په انتخاباتو کې د صدر ټرمپ د انتخابي مهم په ګډون په غېر قانوني توګه کارولي دي.

راپورونه وايي زګربرګ د دوشنبې/ ګل په ورځ په ليکلې بڼه بخښنه غوښتې وه.

د فلورېډا نه د کانګرس غړي بل نېلسن چې د ډېموکرېټ ګوند سره يې تعلق دی او د کاروباري کمېټۍ غړی دی ويلي يې دي، که مونږ د سوشل ميډيا د غلطې لارې کارېدومخه ونه نيوله نو په مونږ کې به د چا شخصي ژوند خوندي پاتې نشي.

د سېنېټ د عدالتي کمېټۍ مشر چګ ګرېسلی ويلي د فېسبوک کاروؤنکو ته دا حق ترلاسه دی چې هغه پوهه شي څنګه يې مالومات شريک شوي او فېسبوک يې په راتلونکې کې مالومات څه ډول خوندي کوي.

د فېسبوک مالک زګربرګ ويلي دوي په راتلونکې کې په دغه اړوند نور ګامونه پورته کوي.

د فېسبوک چيف اپرېټنګ افسر شېرل سېنډبرګ هم د خپلې غلطۍ اعتراف کړی دی، خو د فېسبوک انتظاميه وايي چې فېسبوک د خلکو په اړوند چې څه هم مالومات لري دا خلکو په خپله په فېسبوک شريک کړي دي.

دا لمړی ځل دی چې د فېسبوک ۳۳ کلن مالک سپيناوي ته وړاندې شوی باوجود له دې چې هغه ته له دې وړاندې د سېنېټ استخباراتي کمېټۍ د حاضرېدو ويلي ؤ.

XS
SM
MD
LG