د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د قطر هغه هڅې ستايلي چې د ترهګرۍ د مالي مرستو ودرولو دپاره يې پورته کړي دي، نزدې يو کال وړاندې نوموړي په دغه هېواد د ترهګرۍ د مرستو تور لګولی ؤ.
امريکايي صدر په سپينه ماڼۍ کې د قطر امير تميم بن حماد الثاني سره په ليدنه کې دغه خبره کړې ده.
د ټرمپ د نيوکو وروستو قطر د خپل ځان پاک ګرځولو او د يو کلک اتحادي په توګه وړاندې کولو دپاره دوامداره مهم چلولی ؤ.
صدر ټرمپ د قطر امير ته ويلي، "اوس ته يو غټ وکيل جوړ شوی يې، مونږ دا ستایو،ډېر ملکونه د ترهګرۍ مالي مرستې کوي او مونږ يې مخه نيسو او په تندۍ سره یې ودروؤ".
ټرمپ يو کال وړاندې د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو سره په ګډه د قطر پرضد سخت دريځ خپل کړی او ويلي يې ؤ قطر له پکار دي چې د ايران سره اړيکې کمې کړي او د ترهګرۍ مرستې ودروي.
ټرمپ په لمړۍ کې د قطر په اړوند د اقتصادي بندېزونو ويلي خو سلاکارانو يې هغه اماده کړی چې په دغه اړوند مينځ لارې پاليسي خپله کړي ځکه چې دا مهه ده چې د دوحه نه بهر امريکا د العدېد هوايي اډه لري.
د قطر امير ویلي، "مونږ نه دي زغملي او نه به وزغمو هغه خلک چې د ترهګرۍ مالي مرستې کوي مونږ د ترهګرۍ د مالي مرستو ودرولو په لړ کې د امريکې مرسته کړې ده".
د يو کال راهسې روان دې بحران کې د قطر سره ګاونډي ملکونو هوايي، ځمکنۍ او سمندري ټولې اړيکې قطع کړي دي.