لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان څخه دخپلو ټول کډوالو راستنولو پریکړه وکړه


په قبائیلي سیمو کې دقدرتي افتونو په مهال د همکارۍ سازمان (فاټا ډیزاسټر منیجمنټ) اعلان کړی چې دشمالي وزیرستان هاغه ټول قبائیلي کډوال به د روانې میاشتې تر پایې بیرته خپل هیواد ته راستنوي چې دضرب عضب عملیاتو له امله افغانستان ته اوښتي وؤ.

په کال ۲۰۱۴م کې شمالي وزیرستان څخه د ضرب عضب عملیاتو له امله خواوشا ۱۰زره کورنۍ دافغانستان خوست ،پکتیا اؤ پکتیا سیمو ته دسرپناه په خاطر اوښتي دي اؤ وایي چې بیا یې دپاکستان حکومت هیڅ پوښتنه نه ده کړې.

خو د چهار شنبې په ورځ ایف دي ایم ای پخپل یو بیان کې ویلي چې د لوړې پایې په یوه غونډه کې پریکړه شوې چې دغه ټول کډوال به تر ۳۰م اپریل بیرته پاکستان ته راوستلی شي.

په دغه بیان کې دافغانستان په خوست ولایت کې میشته د شمالي وزیرستان کډوالو ته ویل شوي چې هغوئ خپل نومونه باید د سیمه ییزې پولټیکل انتظامیې سره راجسټرډ کړي .

بیان کې ویل شوي چې له دې وړاندې هم په لمړي پړاؤ کې څلور زره اؤ په دوهم پړاؤ کې دوه زره کورنۍ پاکستان ته بیرته راوستل شوي اؤ دبکاخیلو په کیمپ کې ساتل شوي دي.

د بیان تر مخه خو اوس پریکړه شوې چې ټولې کورنۍ به بیرته راستنولی شي اؤ ددې غرض دپاره ټول انتظامات هم له اګاهو څخه شوي دي.

دشمالي وزیرستان نه افغانستان ته کوچیدلي زیاتر کډوال وزیر قبائل دي او د شوال او د مداخېلو سېمو سره تعلق لري.

تیره میاشت ددغه کډولو یو مشر مولا جان وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویلي وؤ چې " په دغه سیمو کښې تر لسوزرو پورې کورنۍ مېشته دي چې ډېر په بد حالۍ کښې ژوند کوي.چې کله یې ماشومان او زنانه ناروغه شي نو ددرملنې لپاره ورسره پېسې هم نه وي"

د بیرمل د کډوالو مشر مولا جان غوښتنه کړې وه چې د پاکستان حکومت دې ددوي کورنۍ هم رجسټرډ کړي، د نورو بې کوره شوو خلکو په شان دې ورسره مرستې وکړل شي اود انګور اډې او سیدګي نرۍ د لارو دې ورته خپلو سیمو ته د تلو اجازت ورکړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG