لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دالجزائر دپوځي الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۰۰ پوځیان مړه شوي دي


الجزائر کې د پوځيانو اؤ پوځي سامانونو وړونکې یوه الوتکه غورځیدلې اؤ ددغه هېواد دبیړني حالت سره دمقابلې د ادارې ویاند وایي‌چې په دغه پېښه کې د ۱۰۰ؤ څخه زیات پوځیان مړه شوي دي.

دالجزائر ددفاع وزارت ویلي دچهارشنبې په ورځ دالجزائر دغه پوځي الوتکه د هیواد دشمالي سیمې دبوفارک هوايي ډګر څخه پورته شوې وه اؤ هیڅ معلومه شوې نه ده چې د غورځیدو وجه یې څه ده؟

په دغه الیوشن ۱۱-۷۶ روسي ډوله الوتکه کې د۱۲۰ کسانو د ناستي ځایې وي اؤ راپورونه وایي چې دپېښې په وخت هم دغه الوتکه کې تر ۱۰۰ زیات پوځیان سپاره وؤ چې ټول مړه شوي دي.

په سیمه ییزه میډیا د راغورځیدلې الوتکې یوه ویډیو هم ښودل شوې چې پکې لیدل کیږي په شنو پټو کې ددغه الوتکې راغورځیدو نه وروسته په الوتکه اور لګیدلی اؤ لوګي ترې پورته کیږي.

د الجزاير دولت ددغه پښې د پلټنو امر ورکړی اؤ په ګڼ شمیر امنیتي‌ځواکونه هم سیمې ته رسیدلي تر څو د مرستې دفعالیتونو ترڅنګ معلومه کړي چې دغه الوتکه د کومو علتونو له امله غورځیدلې ده؟

سیمه ییزه میډیا وایي چې هوايي ډګر ته غځیدلې ټولې لارې تړل شوي اؤ تر دې مهاله په لسګونو مړي روغتون ته رسول شوي خو ددغو مړو پیژندګلو نه ده شوې .

څلور کاله وږاندې هم الجزائر کې یوه پوځي‌ الوتکه غورځیدلې وه چې پکې د پوځي کورنیو سره تعلق لرونکي ۷۷ کسان مړه شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG