لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایف ډي ایم اې: افغانستان کې مېشت پاکستاني کډوال به د اپرېل تر پایه را ستانه کړو


د فاټا د آفتونو د مخنیوي اداره (ایف ډي ایم اې) وایي، په افغانستان کې پاته ټول وزیرستاني کډوال به د روانې اپرېل میاشتې تر پایه خپلو سیمو ته را ستانه کړي.

د ایف ډي ایم اې ویاند وایي دا پرېکړه د ادارې په غونډه کې شوې، چې له مخې په افغانستان کې مېشتو کډوالو ته خبر ورکول کېږي، چې ژر تر ژره دي د شمالي وزیرستان له سرکاري چارواکو سره خپل ځانونه رجسټر کړي.

د آفتونو د مخنیوي اداره وایي، که په خوست او د افغانستان په نورو سیمو کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال پر وخت خپل ځانونه رجسټر کړي، نو د دوی په بیرته را ستنېدو کې به ستونځې نه وي.

له افغانستانه تر اوسه په دوو پړاوونو کې شاوخوا شپږ زره پاکستاني کډوال بیرته را ستانه شوي، چې ډېر یې لا هم په شمالي وزیرستان کې خپلو سیمو ته نه دي راغلي او په بکاخېل کېمب کې اوسېږي.

د ۲۰۱۴م کال په جون کې چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل شول، نو شاوخوا یونیم میلین خلک یې بنو او د پښتونخوا صوبې نورو سیمو ته کډه شول، خو شاوخوا ۲۵۰۰۰ کورنۍ افغانستان ته کډه شوې.

XS
SM
MD
LG