د پاکستاني پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه په مشرۍ د لوړپوړو پوځي افسرانو غونډه شوې، چې د پاکستان پر امنیتي حالاتو او د جیو-سټرېټیجیک چاپېریال د ودې په اړه پکې خبرې شوې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو شاوخوا دوه نیمو میاشتو راهیسې احتجاجونه کوي او غوښتنې یې تر ډېره له پاکستاني پوځ سره تړلې دي، خو دا چې د پوځ په دې غونډه کې په دې اړه څه ویل شوي که نه، د پوځ په خبرپاڼه کې څه نه شته.
د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په راولپینډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي دفتر (جي ایچ کیو) کې دې غونډې ته د څلورواړو صوبو د پوځ صوبایي مشران [کور کمانډران] او نور لوړپوړي افسران ورغلي وو.
خبرپاڼه وایي په دې غونډه کې په پاکستان کې د ردالفساد په نامه د ترهګرۍ په ضد روانو عملیاتو ته هم کتنه شوې او د دې تر څنګ د "خوشحال بلوچستان پروګرام" پرمختیایي منصوبې په اړه هم خبرې شوې دي، چې تېر کال د پوځ له خوا د بلوچستان د پسماندګۍ او محرومیو د ختمولو لپاره پیل شوی دی.
د پوځ په دې غونډه کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د دې هېواد د ټولو غاړو خصوصاً د دفاعي ځواکونو هڅې او قربانۍ یادې شوې دي، چې وایي ترهګري یې وځپله او هېواد ته يې امن راووست.
د پوځ خبرپاڼه وایي په غونډه کې پر دې هم خبرې شوي، چې تر بریالیو پوځي عملیاتو وروسته څنګه د بشپړې ارامۍ لپاره عملیاتو ته دوام ورکړل شي.
د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په غونډه کې ویلي، په داسې حال کې چې له وسلوالو پاکې سیمې په پراخه کچه ملکي (سیول) انتظامیې ته سپارل کېږي، نو د ارام او پرمختیا هڅې باید د امن په خاطر ولس ته وسپارل شي.
باجوه ویلي ولس ته د امن ګټې هله رسېدای شي چې د خلکو له غوښتنو سره سم د دې هېواد قبایلي سیمې (فاټا) له مرکزي بهیر (مېن سټریم) سره وتړل شي.
د پوځ مشرانو هوډ څرګند کړی چې د هېواد د بېلابېلو ادارو ملاتړ ته به دوام ورکوي، ځکه چې وایي دا پاکستان د امن، ارامۍ او پرمختګ پر لور بېولای شي.