لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ "روس ته ګواښ، نوي او سمارټ توغندي راروان دي"


د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ روس ته ګواښ کړی چې تيار اوسي دوي راروان دي، نوموړي دغه خبره په ټويټر کړې ده.

" روس ګواښ کړی په شام داغل کېدونکی هر توغندی به راګوزاري، روس دې چمتو وي، ځکه چې د دوي عمده او سمارټ توغندي راروان دي، تاسو له د هغه وحشي چې په ګېس وژنې کوي ملګرتيا نه ده پکار، څوک چې خپل خلک وژني او خوند ترې اخلي".

په لبنان کې د روسیې سفیر د دغه خبرې وروستو چې ځواکونه به یې په شام داغل کېدونکی هر توغندی په نښه کوي او راغورځوي د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ روس ته ګواښ کړی دی چې روس دې تيار وي ځکه چې دوي ور روان دي.

د سپينې ماڼۍ وياندې ساراهوکابې سېنډرز ويلي دوي سره ټولې خبرې په مېز دي کومه لار اختيار کړي.

په شام تور دی چې د کيمياوي زهرجن ګېس بريدونه يې کړي او لږ ترلږه ۴۰ تنه يې وژلي دي.

د شام د بهرنیو چارو وزارت د صدر ټرمپ ګواښ ته په غبرګون کې ويلي دا ګواښونه نړيوال امنيت د خطرې سره مخ کولی شي.

د روس د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريه زخارروا هم ويلي، چې سمارټ توغندي به د کيمياوي وسلو د کارېدو نښې ورکې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG