لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د پوليو پرضد کمپاين کې برخه اخلي


محمد نبي ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي

د پوليو رنځ په افغانستان کې اوس هم يو رښتونی ګواښ دی او سږ کال تراوسه پورې په دغه هېواد کې د پوليو رنځ په اووه ماشومانو راغلی او معذوره کړي يې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د فېس بک په پاڼه د ورکړل شوؤ مالوماتو ترمخه د " د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې لوبغاړي، د خپلو ټولنیزو مسئولیتونو په برخه کې له یونیسف سره په ګډه په ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن دي".

کرکټ بورډ په پاڼه پېغام ورکړی چې "له مونږ سره په ګډه د واکسیناسیون په روان کمپاین کې، چې د روانې اوونۍ د جعمې په ورځ پای ته رسېږي، خپل ټول هغه ماشومان واکسین کړئ، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ دي. راځئ چې په ګډه پولیو په ټول افغانستان کې له منځه یوسو".

د افغانستان کرکټ بورډ د فېس بک په پاڼه د لوبغاړو عکسونه خپاره کړی شوي چې پکې ليدل کيږي لوبغاړي ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي.

د افغانستان نه وړاندې په پاکستان کې هم د پوليو پرضد کمپاين کې د پاکستان پخواني ستوري لوبغاړي شاهد افريدي او ځينې نورو لوبغاړو هم برخه اخستې او د يو ويډيوي پېغام د لارې افريدي په عامو خلکو غږ کړی چې خپل بچي د پوليو د رنځ نه وژغوري.

د افغانستان ترڅنګ پاکستان هم د نړۍ په هغو درېو هېوادونو کې دی چرته چې اوس هم د پوليو وائرس شتون لري.

خو پاکستاني چارواکي په هېواد کې يې د پوليو د کاميابو کمپاينو په ترڅ کې د پوليو پېښې ډېرې راکمې کړي او سږ کال تراوسه پورې يواځې يوه پېښه ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG