لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغان ځواکونو تازه عملیاتو کې ۳۵ طالبان وژل شوي


afghan forces

افغان چارواکي وایي دافغانستان په اروزګان اؤ پکتیکا ولاتیونو کې افغان ځواکونو دترهګرو په ضد تازه عملیاتو کې نور ۳۵ طالبان وژلي اؤ یو شمیر یې نور ژوبل کړي دي.

د تیرو څو اوونیو راهسې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د وسله والو په ضد افغان ځواکونو خپلو عملیاتو کې چټکتیا راوستې اؤ هره ورځ د دولت مخالفینو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

دافغان دولت د مخالفو ترهګرو په ضد دغه عملیاتو کې چټکتیا وروسته له هغې رامینځته شوې چې تیره میاشت افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې پلان وړاندې کړو خو طالبان دسولې په دغه وړاندیز غلي پاتې شول.

د پنجشنبې په ورځ دافغانستان خبري اژانس پژواک دافغان امنیتي چارواکو له خولې دعوه کړې چې دارزوګان په خاص اروزګان اولسوالۍ ترینکوټ اؤ دپکتیکاپه اومنه اولسوالۍ کې دطالبانو په مرکزونو زمکني اؤ هوایي بریدونه شوي چې پکې ۳۵ طالبان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

طالبانو لا تر دې مهاله ددغو عملیاتو په هکله خپل نظر نه دی روښانه کړی.

دطالبانو د مرګ ژوبلې دغه دعوې وروسته له هغې شوي چې تیره ورځ د افغانستان دغزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ دطالبانو یوه درنه حمله کې ددغه ولسوالۍ د ولسوال ترڅنګ د۱۴ؤ امنیتي سرتیرو د وژنې پېښه رامینځته شوه اؤ دغه ولسوالي هم دطالبانو لاسو ته کښېوتله.

په افغانستان کې میشت دامریکایي اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن تیره اوونۍ کابل کې پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ چې افغانستان کې د ترهګرو په ضد روانه جګړه کې دماتې خوړلو هډو تصور نه شي کیدلی.

جنرال نیکلسن دا خبرداری هم ورکړی چې سږکال به ګرد افغانستان کې دطالبانو،داعش اؤ القاعده په ضد بریدونو کې چټک والی ولیدل شي.

د روان کال په پیل کې طالبانو دافغانستان پلازمینه کابل د بریدونو لاندې نیولې وه یوازې دجنورۍ په میاشت کې یې کابل کې د درېوؤ سترو ترهګرېزو بریدونو دلارې په سوونو کسان وژلي اؤ ژوبل کړي وؤ.

ددغو برېدونو نه وروسته افغان ولسمشر اشرف غني هوډ څرګند کړی ؤ‌ چې طالبانو ته به د جګړې اؤ سیاست په دواړو میدانونو کې ماتې ورکولی شي

XS
SM
MD
LG