لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرل باجوه: فاټا کې امن راغی خو یو نوی تحریک پیل شوی


Manzoor

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وایي، په فاټا کې امن پر ځای شوی خو ځینو خلکو یو نوی تحریک پیل کړی او ځینې کورني او بهرني لاسونه د هېواد د سلامتیا خلاف دي.

جنرل باجوه دغه نوی تحریک په نامه نه دی یاد کړی، خو ښایي اشاره یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته وي. په خپله وینا کې هغه دا نه ده سپینه کړې چې د پاکستان په ضد کورني او بهرني لاسونه له نوي تحریک سره مل دي که څنګه.

جنرل باجوه زیاتوي: "چې تر څو د پاکستاني پوځ تر شا ولس ولاړ وي، نو زه دوی ته وایم چې دوی پاکستان ته هیڅ تاوان هم نه شي رسولای".

نوموړي دا خبره په پینډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر (جي ایچ کیو) کې د "شهداوو" کورنیو ته په وینا کې کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال له جنورۍ میاشتې په پاکستان کې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ، جبري ورکېدنې او غیرعدالتي وژنو په ضد او د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي. د غورځنګ مشران د پښتنو په سیمو کې د بل شوي اور تور پر پاکستاني پوځ لګوي.

د تحریک مشر منظور پښتین څو ورځې وړاندې د امریکې مشهورې رېډیو این پي آر ته ویلي وو، چې د دوی په سیمه کې د ترهګرۍ په ضد جګړه نه شته، بلکې یواځې ترهګري روانه ده.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوه د پښتون ژغورنې غورځنګ روان تحریک ته اشاره کړې او یو ډول یې د هغوی هڅې له کورنیو او بهرنیو مخالفینو سره تړلې دي.

له جنرل باجوه پرته په پاکستان کې ریاست پلوه سیاسي څېړونکي، ځینې پارلماني غړي او د مېډیا ځینې برخې هم پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بهرني ملاتړ تور پورې کوي، د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دوی غوښتنې پر ځای بللې دي او له ریاسته یې غوښتنه کړې چې د دوی خبرې واوري.

XS
SM
MD
LG