لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اشرف غني د سولې وړانديز د سيمې دپاره يوه موقع ده، جنجوعه


د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ويلي "د افغان صدر اشرف غني د سولې وړانديز د سيمې د دپاره يوه موقع ده بايد ټول فريقېن يې په کار راولي" ګټې ترې پورته کړي.

(ر) لفټننټ جنرال ناصرخان جنجوعه پاکستان کې د جاپان د سفير سره په ليدنه کې د اشرف غني د سولې وړانديز د سيمې د اړيکو دپاره مثبت ګام او ستاينه يې کړې ده.

د ټريبيون ورځپاڼې ترمخه جنجوعه ويلي بايد ټول فريقېن د افغانستان د سولې دپاره خپل رول ولوبوي، او پاکستان تل د افغانستان سره د اړيکو ټينګولو په لړ کې مرستې کړي دي.

افغان صدر اشرف غني د فرورۍ په ۲۸م د کابل پروسې دوېم کانفرنس د لارې په پاکستان د سولې د خبرو غږ کړی ؤ.

نوموړي ويلي ؤ "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تډرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو. مونږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زمونږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده".

ښاغلي غني د دغه ځايه په طالبانو د سولې د بهير سره د يو ځای کېدو غږ هم کړی او ويلي يې ؤ ، "د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

له دې وروستو د افغان صدر په بلنه د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي يوه اوونۍ وړاندې د کابل په سفر تللی ؤ.

عباسي د اشرف غني سره ليدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د لرې کولو او سيمې د سولې دپاره ګټوره ګرځولې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د وزيراعظم د کابل په سفر کې د افغانستان ـ پاکستان د سولې او يو والي د کاري پلان په عملي کولو هم موافقه شوې وه.

له دغې وړاندې ناصرجنجوعه او د پاکستان د بهرنیو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه په مشرۍ هم دوه پلاوي د کابل په سفر تللي وو.

د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مشرانو يو بل سره تګ راتګ په داسې حال کې پېل شوی چې پاکستان د امريکې لخوا د افغانستان په اړوند د سخت فشار سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG