لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف او جهانګير ترين د ټول عمر دپاره نااهله وګرځول شو


نوازشریف او جهانګير ترين
نوازشریف او جهانګير ترين

د پاکستان سترې محکمې د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف او هغه سره د پاکستان تحريک انصاف ګوند جهانګير ترين د ټول عمر دپاره نااهله وګرځول چې کومه اولسي چوکۍ به نشي ساتلی.

د ستري محکمې د مشر قاضي ثاقب نثارپه مشرۍ د پينځه ججانو ډلې د پارلیمان د غړو د نااهلۍ د مودي ټاکلو په اړوند دغه فېصله نن د جمعې په ورځ واورله او د فېصلې ترمخه د ائين د مادې (۶۲ –۱- اېف) لاندې نااهلي د ټول عمر دپاره وي.

د ججانو د ډلې غړي قاضي جسټس عظمت سعيد ويلي دغه فېصله د ججانو د ډلې په ګډه پرېکړه ده.

سترې محکمې په خپله فېصله کې ويلي چې څوک د ائين د مادې (۶۲ –۱- اېف) په معيار پوره نه خيژي، هغه صادق او امين نه وي ائين دغه تن نااهله ګرځوي.

عدالت ويلي چې کله د دغه فېصلې پرضد فېصله راشي نو هغه وخت به دا نااهلي خپل اثر پرېږدي.

د سترې محکمې د پينځه کسيزه قاضيانو د جنورۍ په ۱۴م نېټه په دغو خواستونو فېصله محفوظ کړې وه چې عدالت ته پکې ويل شوي وو د نااهلۍ موده دې وټاکل شي.

د پاکستان مخکنی وزيراعظم نوازشريف تير کال د جولايۍ په مياشت کې د پاناما قضيې په فېصله کې د وزيراعظمۍ څخه نااهله کړی ؤ.

نوازشريف وروستو د خپل ګوند مسلم ليګ ن د مشرۍ څخه هم نااهله کړی شوی ؤ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر غړی او مخکنی سيکرټري جنرال جهانګير ترين چې د قامي اسمبلۍ غړی ؤ ،تير کال د دسمبر په ۱۶م نېټه نااهله کړی شوی ؤ.

د پي ټي ايي د مشر عمران خان او جهانګير ترين پرضد د مسلم ليګ ن حنيف عباسي لخوا عدالت ته خواستونه شوي وو چې دوی خپلې شتمنۍ پټې کړي دي.

عدالت بيا عمران خان اهل او ترين نااهله کړی ؤ.

د نوازشریف پرضد د ننۍ فېصلې مخې ته راتلو وروستو سمدست وروستو د اطلاعاتو وزيرمملکت مريم اورنګزېب د عدالت نه بهر مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، "دا هغه فېصله ده چې په ۱۹۹۹ کې د الوتکې په کېس کې راغلې وه، په داسې فېصله کې زوالفقارعلي بهټو پهانسي کړی شوی او بېنظيربهټو وژل شوې وه او نن نوازشريف نااهله کړی شو".

هغې وويل نوازشریف ته د خپل زوي د کمپنۍ نه د پېسو نه اخستو په سر سزا ورکړل شوه،هغې وويل دلته اول فېصله کيږي او وروستو يې اورېدنې کيږي.

هغې د نوازشريف په اړوند د پاناما قضيه او اوس د نېب په عدالت کې روانه قضيه باندې هم نيوکې وکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG