لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هرات: د طالبانو په بريد کې ۱۰ پوليس وژل شوي


د افغان چارواکو په وېنا تيره شپه د هېواد په لويدیځ کې پرتې صوبې هرات کې د طالبانو په تازه بريدونو کې لږ ترلږه ۱۳ افغان پوليس وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

د ای پي ترمخه د جمعې په ورځ د هرات د شينډنډ ولسوال شاکرالله شاکر ويلي د سړک غاړې ښخ بم د پولیسو په موبايل چاؤدلی چې پکې پوليس په نښه شوي او بيا طالبانوپه پوليسو د راکټ بريد هم کړی دی.

د څو ساعتو پورې روانه جګړه کې لس پوليس تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د افغان رسنيو ترمخه نښته کې د وژل شوؤ پوليسو شمېره سېوا ده خو کره شمېره نه ده ويل شوې.

شاکر ويلي په انښته کې طالبانو ته هم زيان اوختی خو نوموړي تفصيل نه دی ويلی، طالبانو يا بلې کومې ډلې د برید زمه واري نه ده منلې.

پکتيا کې هم طالبانو په پوليسو برید کړی چې پکې درې پوليس وژل شوي دي، طالبانو پکتیا کې د بريد زمه واري منلې ده.

پرون د پنجشنبې/ زيارت په ورځ هم د افغانستان په ختيځې صوبې غزني کې د طالبانو په بريد کې د خواجه عمري ضلعې ولسوال په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي وو.

د افغان رسنيو ترمخه د بريد په ځواب کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ۲۷ طالبان هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG