لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:افغانستان نه ترهګرو زمونږ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده


پاکستان په افغانستان تورونه لګولي چې دخاورې څخه یې ترهګر په پرله پسې ډول دپاکستان په امنیتي پوستو بریدونه کوي اؤ په اووم اؤ اتم اپریل په دغو بریدونو کې دپاکستان دوه عسکر وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې ډیرې مودې راهسې افغان چارواکي دپاکستان پوځیان د افغانستان په خاوره په بریدونو تورنوي اؤ تیره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غني کابل کې دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره خبرو کې هم دغه معامله راپورته کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل دشنګهايي دهمکارۍ دسازمان غونډه کې دبرخې اخستو په غرض دامهال په بیجنګ کې دی اؤ دغلته نه په سکائپ دپاکستان خبریالانو ته ویلي چې افغانستان په پاکستان د پولې څخه دسرغړونې بېځایه تورونه لګوي.

هغه ویلي نه خو دپاکستان ځواکونه د افغانستان خاورې ته ننوتلي اؤ نه دپاکستان له لوري دافغانستان په خاوره کې څه رقم کارروایي شوې ده.

په نزدې ورځو کې افغان چارواکو تورونه لګولي چې دپاکستان پوځ دخپلو جنګي جهازونو له لارې دافغانستان په خاوره کې بمباري کړې ده .

همدغه شان افغان چارواکي دا هم وایي چې دافغانستان په کونړ ولایت کې پاکستاني ځواکونو په لسګونو ځله دمیزائیلو بریدونه کړي دي خو دپاکستان ویاند وویل دا تورونه هېڅ حقیقت نه لري.

هغه وویل پاکستان دافغانستان دخپلواکۍ درناوی کوي اؤ دپاکستان پوځ یوازې دترهګرو دبریدونو په ځواب کې په ترهګرو ډزې کوي.

هغه وویل پاکستان کې د ترهګرو په ضد د روانو عملیاتو له امله ګڼ شمیر ترهګر افغانستان ته تښېدلي اؤ هلته اوس په پوله دپاکستان په امنیتي پوستو بریدونه کوي.

هغه وویل په تیرو وختونو کې هم ترهګر د پولې ترڅنګ فعال وؤ خو بیا دپاکستان په نیوکه افغان دولت دترهګرو دفعالیت په اړوند دپاکستان ګېلې له مینځه یوړې خو اوس اړتیا لیدل کیږي چې افغان دولت په نورو سیمو کې هم دترهګرو په ضد ګامونه واخلي.

پاکستان اؤ افغانستان د تیرې ډیرې مودې راهسې په یو بل تورونه لګوي چې پخپله خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي خو افغان چارواکي بیا دریځ لري چې افغانستان هغه ګڼ شمیر ترهګر په عملیاتو کې وژلي اؤ یا یې هم له نیول کیدو وروسته پاکستان ته سپارلي چې پاکستان ور په ګوته کړي وؤ.

خو افغان دولت بیا وایي چې پاکستان کې نن هم هاغه ترهګر پرانستې تڼۍ ګرځي چې کابل اؤ واشنګټن اسلام اباد ته په ګوته کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG