لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کېدای شي امریکا پر پاکستان د انساني قاچاک پر سر غیرپوځي مرستې هم وځنډوي


د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې که د انساني قاچاک په ضد هڅو کې یې ناکامۍ په ګوته شي، نو پر دې هېواد به غیرپوځي پرمختیایي مرستې هم وځنډوي.

رویټرز خبري ایجنسۍ په اسلام اباد کې د امریکایي سفارت د سرچینې له خولې لیکي، که د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاک د نړیوالو ناوړه مجرمانو په نوملړ کې شامل کړي، نو کېدای شي د ۲۰۱۷م کال لپاره د ټاکل شوې ۲۶۵ میلینه مرستې زیاته برخه ورباندې وځنډوي.

د پاکستان د داخله چارو وزیر احسن اقبال رویټرز ته ویلي، چې هېواد یې "د انساني قاچاک په ضد ډېر کلک ګامونه" اخیستي دي او غوښتنه یې کړې چې "له دې موضوع باید پر هېوادونو د فشار اچولو لپاره ګټه وا نه خیستل شي".

د ولسمشر ټرمپ د کابینې یوه لوړپوړي چارواکي- د نوم نه څرګندولو په شرط- رویټرز ته ویلي، چې پاکستان د انساني قاچاک په برخه کې په خپلو هڅو سره کولای شي، د امریکې له خوا د غیرپوځي مرستو له ځنډولو ځان و ژغوري.

دغه امریکایي چارواکي دا خبره رد کړې، چې ګواکې دا موضوع هم د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ له تګلارې سره تړلې ده او هغه غواړي په دې توګه پاکستان د افغان طالبانو په ضد ګام اخیستلو ته مجبور کړي، بلکې وایي دا له انساني قاچاک سره تړلې موضوع ده او په دې برخه کې د پاکستان په هڅو پورې اړه لري.

ټاکل شوې چې د بشري قاچاک په اړه کالنی رپوټ د روان کال په جون میاشت کې خپور شي.

که پر پاکستان ملکي او غیرپوځي مرستې هم وځنډول شي، دا به د دغو دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم خرابې کړي، ځکه چې امریکې وار له مخه په جنورۍ کې پر پاکستان ۲ اربه ډالره پوځي مرستې له دې امله ځنډولې، چې وایي په خپل هېواد کې د پټو افغان طالبانو په ضد یې ګامونه نه دي اخیستي.

رویټرز لیکي چې دغه غیرپوځي مرسته د پاکستان اقتصاد ته په پام سره نسبتاً ډېره نه ده، خو وایي که واشنګټن د نړیوالو مالي ادارو خصوصاً د پیسو د نړیوالې ادارې (ای ایم ایف) او نړیوال بېنک له خوا له پاکستان سره د مرستو د مخالفت پرېکړه وکړي، نو دا به د دې هېواد لپاره ښه نه وي.

رپوټ وایي د امریکې د وفاقي قانون له مخې دا ټول هغه بندیزونه دي او امریکه یې پر هغو هېوادونو لګولای شي، چې که حتی په انساني قاچاک کې لږ لاس هم ولري، خو هله له دغو بندیزونو ژغورل کېدای شي چې ولسمشر ټرمپ یې په اړه بشپړ یا جزوي امر وکړي.

ولسمشر ټرمپ د تېر کال په "تور لیسټ" کې له زیاتو هېوادونو سره همدا استثنایي چلند غوره کړ او په دې برخه کې یې تر ځان د مخکې ولسمشرانو روایت پر ځای وساته، چې په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو سره نرم چلند غوره کړ، چې د امریکې متحد او شریکان دي.

رویټرز لیکي چې د ولسمشر ټرمپ اداره به د پاکستان په خلاف پر خپلو ګواښونو د عمل کولو لپاره دا پوښتنه را پورته کوي، چې ګواکې د انساني قاچاک په اړه د وړاندې کېدونکي رپوټ (ټرېفکنګ ان پرسنز) په پلمه پر پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې نور فشار اچوي.

ویل کېږي چې د بشري قاچاک په اړه رپوټ به تر جغرافیایي او سیاسي اغېزو لاندې نه وي، خو تېر کال د بشري حقونو سازمانونو د ولسمشر ټرمپ او پخواني ولسمشر بارک اباما پر حکومت تور لګولی، چې وایي دوی کله- کله د انساني قاچاک تر موضوع اقتصادي او امنیتي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG