لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مشال خان لومړی تلین لمانځل شوی، خو کورنۍ یې لا هم انصاف غواړي


د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي ځوان مشال خان لومړی تلین نن د اپرېل په ۱۳مه د پښتونخوا په سوابۍ کې د هغه په خپل کلي (زیده) کې لمانځل شوی او پر قبر یې ګلونه غوړول شوي دي.

د مشال د تلین په مهال د هغه پر قبر را غونډو شویو خلکو د هغه روح ته د عقیدت ګلونه وړاندې کړل او دوعا یې ورته وکړه، خو د مشال کورنۍ تر یو کال تېرېدو وروسته هم د هغه له غمه نه ده را وتلې او خویندې یې د خطرونو له امله له تعلیمه بې برخې شوې دي.

د مشال خان خور ستوریه اقبال وایي نه د پښتونخوا صوبایي او نه مرکزي حکومت د دوی د تعلیم غم خوړلی دی، چې آیا په کالجونو او پوهنتونونو کې به له مخ په زیاتېدونکې مذهبي توندروۍ سره سره تعلیم ته څنګه دوام ورکړي:

د مشال خان خور ستوریه اقبال.
د مشال خان خور ستوریه اقبال.

​"له تېر اپرېل وروسته زه یونیورسټي ته او خور مې سکول ته نه ده تللې، ما د مردان بورډ امتحان په اول نمبر پاس کړی، د مشال د مرګ په وخت مې د فارمیسي ډاکټرۍ لومړی کال وو، خو اوس مې دواړه کلونه ضایع شول".

مشال خان د عبدالولي خان پوهنتون د جرنلزم د څانګې زده کوونکی وو او په پوهنتون کې لسګونو قهرجنو خلکو مذهب ته د سپکاوي په تور و واژه، خو وروسته عدالتي پلټنو پر هغه لګېدلی تور بېځایه وګاڼه او ویې ویل چې هغه بېګناه وو.

د مشال خان په وژنه تورن ۵۷ کسان وخت په وخت ونیول شول او د ترهګرۍ ضد عدالت د روان کال په فروري کې په سزا محکوم کړل، چې یو تن ته یې د مرګ سزا، پینځو ته یې عمري قید او پینځویشتو ته یې د درو کلونو سزا واوروله، خو ۲۶ کسان یې د شواهدو نه موندلو له امله خوشي کړل.

د مشال خان پلار اقبال خان د عدالت په دې پرېکړه ناخوښه دی چې ولې یې ځینې کسان خوشي کړل ځکه وایي ټول په ویډیو کې ښکارېږي چې د دوی پر زوی د کاڼو او لرګیو بریدونه کوي:

د مشال خان پلار اقبال لالا.
د مشال خان پلار اقبال لالا.

​"له موږ سره که عدالت مرسته وکړي هم زما زوی مشال بیرته نه راځي خو دا په دې وطن کې د ټولو والدینو بچو ته یو پیغام دی چې که له تاسو سره داسې کېږي نو موږ به د ظالمانو مرسته کوو، د مشال په وژنه خو د ریاست واک هم چېلنج شوی دی، قاضیانو که د مشال خیال نه ساته د ریاست د واک خیال خو به یې ساتلی وای".

د بشري حقونو او مدني ټولنې یوه فعاله مېرمن ګلالۍ اسماعیل هم د هغه تلین لمانځلو ته ورغلې وه او په دې اړه یې وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"حکومت ته پکار ده چې نن دلته موجود وای او د مشال له پلاره یې بخښنه غوښتې وای او ورته ویلي یې وای چې زموږ زهرجنو او ناکامه پالیسیو له تا خپل زوی اخیستی دی، خو نن د مشال خان پلار یواځې دی".

مدني فعاله ګلالۍ اسماعیل.
مدني فعاله ګلالۍ اسماعیل.

​د مشال پلار وایي د عدالت د پرېکړې په خلاف یې د پېښور هایکورټ ته درخواست ورکړی دی. په تلین کې یې د بشري حقونو مدافعینو او د مدني ټولنې غړو هم برخه اخیستې وه او ویل یې حکومت د مشال د وژنې له پېښې سبق وا نه خیست، ځکه چې وایي د دې پېښې د علتونو د مخنیوي لپاره یې هیڅ نه دي کړي.

د مشال خان د لومړي تلین په اړه پر ټولنیزو رسنیو هم خلکو لیکنې کړې دي او د هغه وژل یې د رڼا وژنه ګڼلې ده او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د مشال په وژنه کې لاس لرونکو کسانو سره باید هیڅ رعایت ونه کړي او کورنۍ ته یې انصاف ورکړي.

XS
SM
MD
LG