لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې او اتحاديانو يې په شام هوايي بريدونه پېل کړي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ اعلان کړی چې په شام کې د وروستیو کیمیاوي وسلو برید په ځواب کې امریکا، فرانس او برتانیې د شام صدر بشارالاسد حکومت پرضد هوايي بریدونه پیل کړي.

صدر ټرمپ ویلي د دغه بریدونه هدف د شام د حکومت لخوا کیمیاوي وسلو کارول پایې ته رسول دي.

ای ایف پي خبري ادارې ترمخه د شام په حکومتي ټي وي هم د دغه هوايي بریدونو اعلان شوی.

د امریکا د صدر د اعلان لږ وروسته ای ایف پي خبري ادراې خبر ورکړی د شام سرښار دمشق کې ډیرې درنې چاودنې اوریدل شوي دي.

دشام چارواکو ویلي دامریکا برید کې تر ۳۰ؤ پورې میزائیل توغؤل شوي خو دغو میزائیلو څه ځاني نقصان ځکه نه دی کړی چې د روس په اطلات دا پوځي مقامات دبرید نه ډیرې ورځې وړاندې خالي کړل شوي وؤ.

دامریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ ویلي شام کې درې اهداف په نخښه کړل شوي چې پکې دمشق کې د کیمیايي وسلو جوړولو یو سائنسي مرکز، حمص ښار کې داتومي وسلو ګودام اؤ د حمص سره نزدې د اټومي الاتو ګودام اؤ کمانډ شامل دي.

دشام حکومت تیره اوونۍ د شام په دوما سیمه کیمیایي برید کړی ؤ چې پکې تر ۱۰۰ؤ‌ زیات کسان وژل شوي وؤ.

صدر ټرمپ خپله وینا کې ویلي چې په شام شوی دغه برید به تر هغې دومداره وي تر څو چې دشام حکومت دکیمیایي وسلو استعمال نه وي ودرولی.

یو عېني شاهد راېټرز خبري ادارې ته ویلي د خالي په سهر په دمشق کې لږ تر لږه ٦ درنې چاودنې اوریدل شوي دي.

یو بل ځايي تن بیا وېلي د دمشق ښار برزا ضلعه په نخښه کړی شوې. په برزا سېمه کې د شام یو مهم ساینسي تحقیقي مرکزهم دی.

دبرتانیې ددفاع وزارت ویلي په شام حملې دجیټ الوتکو دلارې شوي د شام یو شمیر پوځي تنصیبات یې په نخښه کړي دي.

د شام حکومت دغه بریدونه تیری بللی اؤ ویلي یې دي چې ځواکونه یې ددغه تیري کوټلی ځواب ورکوي اؤ خپل دفاعي میزائیلي نظام یې فعاله کړی دی.

د شام دولتي ټي وي دعوه کړې ده د شام دفاعي نظام ګڼ شمیر کروز میزائیل هډف ته له رسیدو وړاندې تباه کړي دي.

امریکا اؤ ائتلافي هیوادونه یې دریځ لري چې د شام د صدر بشارالاسد پوځونو د تیرو اوو کالو راهسې د خانه جنګۍ په مهال ۵۰ ځله کیمیايي وسلې کارولي دي اؤ په روانه میاشت کې په غوطه یوه کیمیايي‌حمله کې د۷۰ؤ نه زیات کسان مړه شوي اؤ په سوؤنو نور اغیزمن شوي دي،

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG