لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

غزني:دافغان ځواکونو عملیاتو کې ۴۸طالبان وژل شوي


afghan forces

دافغانستان ددفاع وزارت ویلي د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې دطالبانو په ضد دافغان ځواکونو عملیاتو کې ۴۸ طالبان وژل شوي اؤ ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

په خواجه عمري ولسوالۍ اوړمه ورځ طالبانو یو دروند برید کړی ؤ چې پکې ددغه ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي وؤ او ولسوالي د طالبانو لاس ته پریوتلې وه.

دافغانستان ددفاع وزارت پخپل تازه بیان کې ویلي چې امنیتي سرتیرو په تیر یو شواروز کې په دغه ولسوالۍ کې دطالبانو په ضد چټک عملیات کړي اؤ هغوئ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خو ددفاع وزارت په بیان کې دا خبره نه واضحه کړل شوې چې اوس ددغه ولسوالۍ څومره برخې د طالبانو څخه بیرته ازادې کړل شوي دي.

دطالبانو په ضد دافغان ځواکونو عملیاتو کې وروسته له هغې چټکتیا لیدل شوې چې تیره میاشت افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړو اؤ هغوئ یې هیڅ ځواب ورنکړو.

افغان ولسمشر اؤ د ناټو ځواکونو له وړاندې څخه اعلان کړی چې که طالبان سولې ته را ونه ګرځي نو ورته به د جګړې په میدان کې ماتې ورکولی شي.

خو تیره ورځ دطالبانو یو مشر عبدالحکیم مجاهد چې دا مهال دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې په هڅو بوخت دی ، ویلي وؤ چې طالبان د ولسمشر غني د سولې په وړاندیز خپلو کې په مشورو بوخت دي.

افغان دولت تور لګوي چې طالبان دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي په لمسه افغانستان کې بریدونه لګوي خو پاکستان دافغانستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي طالبان دافغانستان یو ستر قوت دی اؤ پاکستان ورسره هیڅ لار نه لري

XS
SM
MD
LG