لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله پینځه نیم کاله وروسته خپل کور ته د ستنیدو احساس بیانوي


دجینکو دتعلیم دپاره په مبارزه بوختې نوبیل انعام ګټونکې پښتنې پیغلې ملاله یوسفزي پخپل یو تازه بلاګ کې پینځه نیم کاله وروسته سوات کې خپل کور ته د ستنیدو په وخت دخپلو جذباتو اؤ احساس کیسه کړې ده اؤ وایي هغه چې کور ته روانه وه نو ټول منظرونه یې پخپل ذهن کې خوندي کول.

شل کلنه ملاله یوسفزي دخپل مور پلار اؤ ورور سره یو ځایې د پینځه نیم کاله د اوږدې مسافرۍ وروسته په ۲۸م مارچ دبرتانیې څخه پاکستان ته ستنه شوې وه اؤ بیا یې په سوات کې دخپل کور څخه لیدنه هم کړې وه .

پخپل یو بلاګ کې ملالې پاکستان اؤ خپل کور ته د تګ اوسنۍ کیسه “ دخپل کور سفر “په عنوان کړې ده اؤ دغه کیسه کې تر ټولو لمړی په نهم اکتوبرکال۲۰۱۲م کې هاغه وضعیت بیانوي چې له امله یې ملامله دپاکستان څخه تر برتانیې رسیدلې وه.

ملالې پخپل بلاګ کې لیکلي دي” کله چې زه له هیواده وتلم نو زما سترګې پټې وې ،د برمنګهم دیو روغتون د بیړنیو مرستو په خونه کې زما درملنه روانه وه، دغه وخت ما داسې ګڼله چې ګنې خپل کور کې یم”

ملاله یوسفزۍ په دغه بلاګ کې د هغه ورځې خاطره هم لیکلې ده په کومه ورځ چې طالبانو په سر په ګولۍ ویشتلې وه وایي” ماته هاغه ورځ یاده ده چې کله ما د مطالعه پاکستان د پرچې تیاري کوله اؤ الله ته په سوالونو وم چې دا پرچه مې پاس کړم”

هغه وایي “په بیړه بیړه مې دسحر ناشته نېمګړې وکړه، دخپلې ملګرې منېبه سره یو ځایې دسکول دپاره ووتلم ،پرچه مې ورکړه اؤ دخپلې ملګرې سره بیرته کور ته د راتګ دپاره مو د ګاډي انتظار پیل کړو ، ګاډی راغلو مونږ پکې کښېناستو اؤ بیا هاغه توره شېبه هم راورسیده چې په ما پکې برید وشو”

ملاله پاکستان ته د خپل تګ په هکله وایي دلندن نه دوبۍ اؤ بیا د دوبۍ نه اسلام ته تللې وه اؤ پاکستان ته له رسیدو وروسته چې کله په هیلي کاپټر کې سوات ته روانه وه نو په ټوله لاره یې دنګو،دنګو غرونو، شنو ورشوګانو اؤ زړه پورې نظارو ته کتل اؤ پخپل موبائیل یې دهغې عکسونه اخستل .

هغه په دغه مهال خپل احساس په دې ټکو بیانوي “ما بیخي داسې ګڼله لکه چې د یوې مرغۍ په سترګه ټول منظرونه وینم ،زړه ته مې راغله چې دا هرڅه خو به مې هاغه وخت مور پلار هم لیدل کله چې یې زه له سواته وړلم خو کله چې مې پلار نه داپوښته وکړه نوراته یې وویل چې ستا سترګې پټې وې نو په مونږ هم سترګې پټې شوې وې”

ملاله لیکي کله چې کال ۲۰۱۲م کې هغه په سر په ګولۍ وویشتل شوه نو له هغې وروسته یې چرته هم د مور په زړه کې دا خبره نه وه ګرځېدلې چې ګنې په ژوند کې به چرته بیا هم دخپلې لور کوټه وویني یا به بیا هم چرته دخپلې لور سره خوشحالي اؤ غم شریک کړي.

خو ملاله وایي چې “نن زما مور دخپلې لور په کوټه کې ولاړه وه اؤ له حده تیره خوشحاله وه ، ویل یې ملالې ملالې چې پاکستان پرېښودو نو سترګې یې پټې وې خو اوس په غړیدلو سترګو خپل کور ته راستنه شوه”

هغې پخپل دغه بلاګ کې دخپلو خپلوانو سره دخپلو لیدنو کیسه هم کړې ده اؤ وایي خواوشا ۵۰۰ؤ خپلوانو ورسره ملاقاتونه کړي اؤ دعاګانې یې ورته کولې .

ملاله وایي اوس په سوات کې ډیر بدلون رامینځته شوی دی چرته چې به د طالبانو مرکزونه وؤ اوس هلته یوازې شنې ونې اؤ ورشوګانې دي چې دهغې په لیدلو هغه ډیره خوشحاله شوې ده.

ملاله لیکي چې اوس سوات کې د سکولونو شمیره هم زیاته شوې ده خو بیاهم دغلته د جینکو د زده کړې دپاره ډیر کار په سر پروت دی ځکه چې د نائجیریا نه وروسته پاکستان دوهم هیواد دی چې ۲۴ میلیونه ماشومانې پکې د زده کړو څخه محرومې دي.

په ملاله یوسفزئ په نهم اکتوبر کال ۲۰۱۲م کې په مینګوره کې هاغه مهال طالبانو یو وژونکی برید کړی ؤ کله چې هغه دخپل سکول دنورو جینکو ملګرو سره په یو ګاډي کې د سکول نه کور ته روانه وه.

په دغه برید کې ملاله په سر په ګولۍ لګیدلې اؤ سخته ژوبله شوې وه ، دهغې لمړی علاج دپیښور په پوځي روغتون کې وشو اؤ بیا دنور علاج دپاره برتانیې ته بوتلل شوه.

اوس شل کلنه ملاله په برتانیه کې زده کړې کوي اؤ دجینکو دتعلیم دپاره په نړیوال کچ مبارزه هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG