لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني په طالبانو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو غږ کړی


په افغانستان کې ټولټاکنو دپاره دنوم لیکنې دلړۍ پیل کیدلو سره سم افغان ولسمشر اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې هغوئ دې هم په ټولټاکنو کې برخې اخستو دپاره ټول شرائط پوره کړي.

ولسمشر ویلي چې که چرې طالبان په دې باور وي چې ولس تې تر شا ولاړ دی نو بیا دې په راتلونکو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دلارې دا ثابته هم کړي.

افغان ولسمشر تیره میاشت هم طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې که چرې هغوئ سولې ته غاړه کښیږدي نو په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو د موقعې ورکولو تر څنګ به ورته یو شمیر نور امتیازات هم ورکړي خو طالبانو د افغان ولسمشر دغه غوښتنې ته تر دې مهاله ځواب نه دی ویلی.

دشنبې په ورځ دافغانستان کۍ راتلونکو ټولټاکنو دپاره د نوم لیکنې عمل پیل شوی چې په لمړۍ ورځ پکې ولسمشر غني، دهغه میرمن رولاغني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اؤ یو شمیر نورو دولتي اؤ سیاسي مشرانو خپل نومونه لیکلي دي.

دکابل په صدارتي ماڼۍ کې افغان ولسمشر خبریالانو ته ویلي دافغانستان راتلونکې ټولټاکنې دهیواد د روښانه سبا دپاره ډیر زیات ارزښت لري اؤ په دې کې به ولس هاغه چاته خپلې رایې ورکړي چې دافغانستان د ودانولو، هیواد کې د امن ، سولې اؤ پرمختیا سوچ لري.

هغه وویل د طالبانو له نوم اخستو پرته وویل “دوئ که فکر کوي چې اولس یې ترشا ولاړ دی نو بیا باید ټولټاکنو ته چمتو شي ځکه چې د ټولټاکنو دلارې ولسي رایې ترلاسه کیدلی شي”

هغه وویل انتخاباتو کې دبرخې اخستو دپاره چې کوم قانوني شرائط دي طالبانو ته به هم دغه شرطونه پوره کول اؤ ددې پروسې برخه جوړیدل وي.

هغه وویل راتلونکې ټولټاکنې به بیخي روڼ انده وي چې هیچاته به پکې دلاسوهنو اجازه نه ورکړل کیږي.

ټاکل شوې ده په افغانستان کې راتلونکې ټولټاکنې سږکال داکتوبر په میاشت کې کیږي اؤ ددغو ټولټاکنو څخه دمخه به په دوؤ پړاوؤنو کې د رایې وروکوونکو د نوم لیکنې پروسه سرته رسولی شي

XS
SM
MD
LG