لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې ځایي لوبډلې سره په لوبیدلو شهزاد محمدي درې لکه افغانۍ جریمه


دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې لوبغاړی شهزاد محمدي پېښور کې په یوه حایی لوبډله کې دلوبیدلو پسر درې لکه افغانۍ جریمه کړل شو اؤ خبرداری ورکړل شوی چې که په راتلونکي کې د قاعدو ضابطو خیال ونه ساتي نو ملي لوبډله کې په لوبیدو به پرې بندیز ولګول شي.

څه موده وړاندې په سوشل میډیا یوه ویډیو خپره کړل شوې وه چې پکې لیدل کیدل دافغان لوبډلې تکړه لوبغاړی په پېښور کې د یوې ځایې کرکټ لوبډلې سره لوبه کوي.

دافغانستان دکرکټ بورډ ددغه ویډیو دخپریدو په کلکه نوټس اخستی ؤ اؤ دا یې د افغانستان دملي لوبډلې د ډسپلن څخه سرغړونه بللې وه.

د شنبې په ورځ کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې کدافغانستان دکرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ویلي په افغان ملي لوبډله کې ډسپلن ته زیات ارزښت ورکړل کیږي، اؤ کوم لوبغاړی چې د ډسپلن خیال نه ساتي هغه سره به سخت چلند کیږي.

هغه وویل چې دپېښور دننه یوه لوبډلې سره د شهزاد محمدي دلوبیدلو بشپړ پلټنې شوي دي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک دافغانستان کرکټ بورډ د صلاح کار الله داد نوري له خولې ویلي چې په پلټنو کې دا خبره ثابت شوې چې شهزاد محمدي د ډسپلن څخه سرغړونه کړې اؤ په دې هغه درې لکه افغانۍ جریمه کړل شوی خو که چرې هغه بیا هم داسې سرغړونه وکړه نو ملي لوبډله کې به یې په لوبیدلو بندیز ولګول شي،

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG