لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتین: جنرل صاحب پلان شوي تنظیمونه خو تا جوړ کړي چې طالبان یې له سټېجه خبرې کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بېګا شپه ویلي، د پښتنو خویندو میندو له اوښکو سره روان پاڅون ته منفي ځواب ورکول کېږي، خو وایي دا اوس د دوی د ژوند مسئله ده، د ژوند حساب به له ریاست سره ضرور کوي او پاڅون به یې پښتونخوا ته امن راولي.

منظور پښتین د پاکستاني پوځ د مشر د وروستۍ خبرې- چې وایي "یو نوی تحریک پیل شوی"- په ځواب کې وویل، پر دومره ظلم برسېره هم که د دوی پاڅون ورته حیراني ده، نو دا خو بیا څرګنده ده چې پوځ ځان بادار او پښتانه غلامان ګڼي:

"ته پښتون ولس د دې حقدار نه ګڼې چې دوی دي هم خپل حق وغواړي او تر آیین لاندې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ازادۍ دې ولري او نن داسې پاڅون ته د دوی لوی- لوی مشران انجنېرډ [پلان شوی] پاڅون وایي، خو په ۳۵ اربه ډالرو چې جګړه کېږي هغه ته انجنېرډ جګړه نه وایي، څومره متعصب دي".

پښتین وایي ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو د پوره کولو هڅه هم نه ده پیل کړې، خو د هېواد خزانه لوټي او د دوی په خلاف یې نوی تنظیم جوړ کړی دی، چې جلسې ته په ورتګ یې هر کس ته دوه- دوه درې- درې زره روپۍ ورکوي:

"جنرل صاحب دې ته انجنېرډ [پلان] تنظیمونه وایي چې تا جوړ کړي دي، د طالبانو مشران یې له سټېجه ویناوې کوي او خلک په مختلفو طریقو د دې لپاره راولي، چې د هغو خویندو میندو- چې د پېښور په جلسو کې یې ژړاوې فریادونه کول خولې بندې شي او وا نه ورېدل شي".

منظور پښتین دا خبرې په لاهور کې د پښتنو یوې غونډې ته وکړې. هغه وویل چې لاهور ته یې د خپل پیل کړي تحریک په مهال دا درېیم سفر دی، خو وایي کله- کله پکې خپل ړنګ شوي وزیرستان ته هم لاړ شي چې وایي د ډالرو لپاره ړنګ شوی وو:

"هغه د شیخ مجیب الرحمن خبره چې ویل یې (د اسلام اباد له سړکونو ماته د پټسن بوی راځي)، نو ماته هم کله- کله د دوی له موټروې او مېټرو بسونو نه د پښتنو د وینو بوی راځي".

پښتین خپل پاڅون ته د پاکستاني پوځ او استخباراتو له خوا امکاني خطر ته په اشارې سره وویل، چې خړ د خټو کورونه یې هسې هم وران شوي دي او له مرګ سره هم عادت شوي دي، خو وایي که څوک د دوی په ځپلو لاس پورې کړي هم دوی به د انسانیت لار پرېنږدي:

"خلک ډارول کېږي، یو بل ته د دوی له رسمي پاڼې ویل کېږي، یوه ورځ به دا پاڅون نه وي بیا به له یو- یو سره زموږ اېجنسۍ حساب کوي چې څوک را پاڅېدلي دي، پښتنو هغوی تاسې په مرګونو وېروي".

پښتین د غونډې له ګډونوالو وپوښتل، که د ترهګرۍ مانا په خلکو کې دومره ویره خپرول وي چې هغوی د حق خبره له ډاره نه شي کولای، نو د پاکستان استخباراتي ادارو ای ایس ای، ایم ای او نورو خو هم په پښتنو کې ویره خپره کړې وه، نو بیا دې ته خلک ترهګري ولې نه وایي.

پښتین د پاکستان پوځ او استخباراتو ته په اشارې سره وویل، چې دوی په ریاست کې یو بل ریاست جوړ کړی دی، ځکه چې وايي د غیرعدالتي وژنو اجازت خو آیین نه ورکوي خو دوی یې کوي، د خلکو جبري ورکول په آیین کې نه شته خو دوی ورکوي.

پښتین وایي په پاکستان کې له ټولو پښتنو سره خصوصاً د قبایلي سیمو له خلکو سره بېساري ظلمونه شوي دي. وایي په قبایلي سیمو کې نورو خلکو هم د پیسو لنډې ګټې وکړې، چې پښتانه ځوانان به یې په خپلو ساتلیو خلکو ونیول او بیا به یې پیسې ځنې اخیستې:

"که نن هم څوک وګوري زه په چېلنج سره وایم، په وزیرستان کې چې څومره هم ټیکنیکل مېجران یا د ای ایس ای کرنیلان او مېجران یا نور افسران دي، د هغوی آثاثې دي وکتل شي که دوی پخپلو تنخاوو او کاروبار کې راته ثابتې کړې، هغه د پښتنو په وهلو ټکولو ورکولو او پرېشر کولو جوړ شوی اقتصاد دی".

پښتین وایي په پښتنو کې پاڅون هر وخت شوی دی او تر دوی مخکې هم خلکو د امن خبرې کړې دي، خو وایي هغه چا چې د وطن د سولې او امن خبره به یې کوله او د امن خرابوونکو ته به یې ګوته نیوله، په بې دردۍ سره و وژل شول او یواځې پاتې شول. وایي که هغه وخت د دوی ملاتړ شوی وای جنګ به دومره نه وای اوږد شوی او نن هم که د جنګ د مخنیوي او د سولې لپاره مبارزه ونه شي، نو کوم خلک چې جنګ غواړي هغوی به یې ختم نه کړي، ځکه چې وایي دا جګړه د اقتصادي ګټو لپاره روانه ده.

منظور پښتین وویل دوی اوس له پښتنو سره د شویو ظلمونو د حساب لپاره را وتلي دي او له خلکو یې وغوښتل چې د دوی په سیمو او کلیو کې که هر څوک طالبانو، پوځ، ای ایس ای یا ایم ای په غیرعدالتي توګه وژلي وي دا ټول باید ولیکي او تفصیل یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ور ولېږي.

XS
SM
MD
LG