لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په شام ترسره شوي بريدونه قانوني او جايز وو، نيکې هيلې


د روس لخوا په شام د امريکا، برتانیې او فرانس د بريدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په غونډه کې درې واړو هېوادونو ويلي دغه بريدونه جايز او قانوني وو.

د شنبې/ خالي په ورځ د روس په خواست د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا بېړنۍ غونډه رابلل شوې وه په کومه کې چې امريکا، روس او فرانس د ماسکو دغه تورونه رد کړي دي چې دوي د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه کړې ده.

امريکې، برتانيې او فرانس ويلي چې د شام د کيميايي وسلو په مرکزونو او تاسيساتو باندې د دوي بريدونه جايز او قانوني وو.

د امريکې استازې په غونډه کې ویلي،" برتانیې، فرانس او امريکې دا اقدام کړی، دا د انتقام په توګه نه دی، د سزا په توګه نه دی نه د قوت د نندارې دپاره نه دی، مونږ د شام حکومت د بشريت پرضد د ظلمونو زمه وار ګرځولی او په راتلونکې کې مو د کيميايي وسلو د کارولو نه د ودرولو دپاره دا ګام پورته کړی دی".

امريکا او اتحاديانو يې د شنبې په سهار وختي په شام کې ۱۰۵ میزايلې داغلې او درې تاسيات يې پکې په نښه کړي وو، شام پرله پسې د کيميايي وسلو د کارولو نه انکار کړی دی.

هيلي ويلي امريکا باور لري چې په دغو بريدونو کې د شام د کيمايي وسلو پروګرام د مينځه وړل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د روس استازي ويلي دغو درې واړو هېوادونو د کيميايي وسلو په اړوند د نړيوال تنظيم لخوا د پلټنومخې ته راتلو نه وړاندې عمليات کړي دي.

د روس استازي ويسلی نيبنزيا ويلي چې تاسو په نړيوالو چارو اوس دغه ډول عمل کول غواړئ، دا په نړيوالو چارو کې ګناه ده او وړه ګناه نه ده ځکه چې مونږ د غټو جوهري قوتونو خبره کوو.

روس په غونډه کې د امريکا او اتحادي هېوادونو پرضد د غندنې قرارداد وړاندې کړی خو په حق کې يې يواځې چين، روس او بوليويا ووټ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG