لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سترې محکمې د قاضي په کور دوه ځله ډزې شوي


جسټس اعجازالاحسن
جسټس اعجازالاحسن

د پاکستان د سترې محکمې د قاضي جسټس اعجازالاحسن په کور نامالومو وسله والو د تيرې شپې راهسې دوه ځله ډزې کړي خو په ډزو کې د کوم زيان اوختو پېښه نه ده رامنځته شوې.

د ځايي ميډيا ترمخه نامالومو کسانو د لاهور په ماډل ټاؤن کې د جسټس اعجازالاحسن په کور تيره شپه نزدې ۱۱ بجې او بيا نن سهار څه باندې نهه بجې ډزې کړي دي.

تراوسه پورې د دې خبرې پخلی نه دی شوی چې د ډزو په وخت په خپله نوموړی قاضي په کور کې موجود ؤ که نه ؤ، او نه د ډزو کوونکو په اړوند کوم خبر مخې ته راغلی دی.

راپورونه وايي د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار د جسټس اعجازالاحسن کور ته ورغلی او د پنجاب صوبې د پوليس مشر يې راغوښتی چې د پېښې په اړوند ورته رپوټ ورکړي.

د پنجاب صوبې وزيراعلی شهباز شريف د پېښې نوټس اخستی او د ياد قاضي په کور يې د نورو پوليسو پرځای کولو لارښوونه کړې ده.

د سترې محکمې قاضي اعجازالاحسن د سترې محکمې د ججانو د هغه ډلې غړی پاتې شوی چا چې تير کال د پاناما په قضيه کې مخکنی وزيراعظم نوازشريف نااهله کړی او د وزیراعظمۍ څخه یې لرې کړی ؤ.

نوموړی جج د پاناما قضيې د فېصلې لاندې د احتساب د ملي ادارې لخوا د نوازشریف او کورنۍ پرضد يې د روانو قضيو څارنه هم کوي.

اعجازالاحسن په کال ۲۰۱۱م کې د لاهوري هائيکورټ جج، بيا په کال ۲۰۱۵م کې د لاهور هائيکورټ چيف جسټس او په کال ۲۰۱۶م کې د سترې محکمې جج جوړ شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG