لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: چاؤدنه کې د ملېشې اته سرتيري ژوبل شوي


د پاکستان په قبايلي سیمه شمالي وزيرستان کې د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې د ملېشې اته سرتيري ژوبل شوي دي.

د پوليټيکل انتظاميې په وېنا د ملېشې د سرتيرو کاروان د شمالي وزيرستان د مرکز میرانشاه نه بنو ته په لار وه او هلته د میر علي کجورۍ سیمه کې پرې د سړک غاړې ښخ بم چاؤدلی دی.

په شمالي وزيرستان کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې په سيمه کې سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي ؤه. او په سړکونو یوازې د پوځ او ملیشې ځواکونو حرکت کولو.

د يادونې ده چې په شمالي وزيرستان کې په هره يکشنبه/ اتوار باندې ګرځبندېز لګول کيږي د دې دپاره چې امنيتي ځواکونه په دې ورځ خپل تګ راتګ کوي او سامانونه وړي راوړي.

راپورونه وايي د کجورۍ چيک پوستې سره نزدې د سړک غاړې ښخ بم چاؤدنه شوي او د ملېشې شوال ریجمنټ ګاډی یې تباه کړی دی.

د پېښې وروستو امنيتی ځواکونو ټوله علاقه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات يې پېل کړي دي.

په دې چاودنه کې ټپیان شوي سرتیري په بیړني حالت په بنو سیمه کې پوځی روغتون ته انتقال کړی شوي او هلته يې درملنه روانه ده.
په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او پوځ ادعا کوي سيمه يې په بشپړ ډول د وران کارو نه پاکه کړې ده.

خو بیا هم وخت په وخت پکې د بدو پېښو تر سره کیدو رپوټونه تر لاسه کیږی.

XS
SM
MD
LG