لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سره په پوله د نښتو وروسته افغانستان په خوست کې نور عسکر پرځاې کړي


د يکشنبې/ اتوار په ورځ د پاکستاني ځواکونو سره د ډېورنډ په پوله د نښتې وروستو افغانستان په خوست کې نور عسکر پرځای کړي دي، چارواکي وايي د افغان ملي اردو، پوليس او ملي دفاع نور ځواک پولې ته ورلېږل شوی دی.

پاکستان سره په پوله پرتې د افغانستان د خوست صوبې د پوليس مشر عبدالحنان ويلي د نښتې په نتيجه کې افغان لوري ته يو عام ملکي تن وژل شوی دی.

پرون د پاکستان پوځ ویلي د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمه کرمه ايجنسۍ کې د پولې پورې غاړې نه په ډزو کې د ملېشې دوه سرتيري وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د پوځ وياندې ادارې ايي اېس پي ار ويلي، د خېبرپښتونخوا د ملېشې ځواک سرتيري د افغانستان سره په پوله د معمول په ګزمه بوخت ؤ او په سيمه کې په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو تياري يې نيوله چې برید پرې شوی دی.

د افغان ځواکونو چارواکو ويلي پرون د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ځاځي مېدان ولسوالۍ کې پاکستاني پوځ د افغان ځواکونو په چيک پوستو بريدونه کړي وو.

يو پوځي چارواکي جنرال شير ګل ځايي رسنیو ته ویلي، د پاکستان د پوځ سره په نښته کې دوه افغان ملکي وګړي وژل شوي دوه نور ژوبل شوي او په ځوابي نښته کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او د درېو نورو د نيولو ادعا یې کړې ده.

ډېورنډ سره په پوله پرتې د پاکستان د قبايلي سيمې کوزې کرمي چارواکو ويلي ؤ د لکه تيګه نومې علاقه باندې چې د ډېورنډ په کرښه پرته ده نه خو پاکستاني ځواکونو ازغن تار لګولی، نه يې د پولې سرغړونه کړې او نه يې په پوله په افغان ځواکونو بريد کړی دی.

وروستو د سيمې نه ځينې داسې خبرونه هم رارسېدلي چې په علاقه کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي چې ځايي خلک دې د ځواکونو سره د مرستې دپاره را اووځي.

افغان چارواکي د تيرې يوې مودې نه تور لګوي چې په کونړ ولایت او خواؤشا په پوله پرتو سيمو پاکستاني ځواکونه پرله پسې توغندي داغي. خو پاکستان دغه ادعاوې ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG