لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د بشري حقونو کمېشن په غېرعدالتي وژنو او په زوره ورکولو ژورې اندېښنې لري


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) پوښتنه کړې چې ایا پاکستان د بشري حقونو په اړوند خپلې ژمنې پوره کړي؟ او بيا يې ويلي دي چې "اېچ ار سي پي اوس هم په غېر عدالتي وژنو او په زوره د ورکولو په پېښو ژورې اندېښنې لري".

اېچ ار سي پي د کال ۲۰۱۷م د کاليز رپورټ وړاندې کولو په مهال دغه خبره کړې ده.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په غېر عدالتي وژنو او د خلکو په زوره د ورکولو په پېښو اندېښنه په داسې مهال کې وړاندې کړي چې په ځانګړي ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مسله راپورته کړې او د رياست نه غوښتنه کوي چې د غېرعدالتي وژنو پلټنې دې وشي او د خلکو په زوره د ورکولو لړۍ دې بنده کړی شي.

کمېشن په خپل ټويټر اکاؤنټ ليکلي، ریاستي ادارې بايد د ورکو شوؤ خلکو په اړوند خپلې زمه وارۍ ومني او عملي يې کړي.

اېچ ار سي پي زیاته کړې ده کمېشن ته د رپوټ شوؤ ۸۶۸ ورکو شوؤ کسانو په پېښو کې د ۵۵۵ قضيې هوارې شوي خو دغه شمېرې نورې هم ډېرې دي.

کمېشن ويلي د خلکو په زوره د ورکولو او تشدد د مخ په زياتېدونکو پېښو ترڅنګ مونږ بايد هره ورځ بشري حقونه د پامه ونه غورځوؤ د صحت، پاکو اوبو، ابتدايي زده کړو او سوتره ماحول حق په پام کې وساتل شي.

اېچ ار سي پي ويلي د ماشومانو د تښتونو، د جنسي تیري او وژنو پېښې زياتيږي، کمېشن د په دغه اړوند د قانون جوړولو ستاينه کوي خو رياست ښکاري چې دغه مسله په دوامداره توګه نه هواروي.

کمېشن په يو بل ټويټ کې ويلي پاکستان په ځينې نوې قانون سازۍ کې مثبت پرمختګ کړی خو په ۱۸م ائيني بدلون د بريد په تناظر کې ورسره جمهوري ازادي هم کمه شوې ده.

د کمېشن پوره رپوټ لا مخې ته نه دی راغلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG