لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په ټولټاکنو کې د برخې اخستو خبره رد کړې ده


افغان ولسمشر اشرف غني چې په راتلونکو ټولټاکنو کې په طالبانو د برخې اخستو غږ کړی ؤ طالبانو دغې خبرې ته په ځواب کې په خلکو غږ کړی چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د برخې اخستو په ځاې د دې پروسې څخه بائيکاټ وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د شنبې/ خالي په ورځ افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو دپاره د نوم لیکنې د لړې پېل کېدو سره په طالبانو غږ کړی ؤ چې هغوي دې هم په ټولټاکنو کې د برخې اخستو دپاره ټول شرائط پوره کړي.

ولسمشر ویلي ؤ که طالبان په دې باور لري چې ولس يې تر شا ولاړ دی نو بیا دې په راتلونکو ټولټاکنو کې د برخې اخستو دلارې دا ثابته هم کړي.

طالبانو د اشرف غني بيان ته په غبرګون کې ويلي افغانستان د پردۍ قبضې لاندې دی او د بهرنيو د قبضې لاندې د شوراګانو ټاکل يې د هېواد والو او نړیوالو تيرايستل بللي دي.

طالبانو ویلي د تير په څېر چې د امریکا د بهرنيو چارو پخواني وزير جان کېري د ملي وحدت په نوم حکومت اعلان کړی ؤ، راتلونکې ټولټاکنې به هم هغسې وي او اقتدار ته به هغه څوک رسي چې سپينه ماڼۍ او پېنټاګون يې انتخاب کړي.

افغان ولسمشر تيره میاشت طالبانو ته د سولې وړاندیز هم کړی ؤ او ويلي يې ؤ، "د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

د ښاغلي صدر دغه وړانديز ته په رسمي ډول طالبانو تراوسه کوم ځواب نه دی ويلی.

د ټولټاکنو دپاره د نوم ليکنې د لړې پېل کېدو په مهال دکابل په صدارتي ماڼۍ کې افغان ولسمشر خبریالانو ته ویلي ؤ د افغانستان راتلونکې ټولټاکنې دهیواد د روښانه سبا دپاره ډېر زیات ارزښت لري او په دې کې به ولس هاغه چاته خپلې رایې ورکړي چې د افغانستان د ودانولو، هیواد کې د امن ، سولې او پرمختیا سوچ لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG